Thursday, 20 July, 2017
 
 
  • پاکستان : د حقاني شبکه په افغانستان کې ده
  • جان مکين دمعزو پر سرطان اخته دى
  • د ناراجسټر افغان کډوالو د راجسټرولو بهير نن پیلېږي
  • طالبانو په گرشک کې بريدونه پيل کړي دي
  • کویت د ایران د سفارت نظامي او کلتوري دفترونه وتړل
  • په ننگرهار کې ٢٤ داعش وسله وال وژل شوي
په ننگرهار کې ٢٤   داعش وسله وال وژل شوي
د ننگرهار چارواکو ويلي دي دننگرهار خوږياڼو ولسواليو اړوند سيمو کې تيره ورځ د سيمې خلکو او داعش ترمنځ جګړه رامنځته شوې، چې په ترڅ کې يې ۲۴ داعش وسله وال وژل شوي او پنځه ژوندي نيول شوي.د ۲۰۱ سيلاب قول اردو مسئولينو د معلوماتو له مخې د خوږياڼو زون اړوند تنګي، انارخيل او سليمان خيلو سيمو کې تيره ورځ د سيمو اوسيدونکو او داعش وسله والو ترمنځ جګړه رامنځته شوې، چې په ترڅ کې يې ۲۴ داعش وسله وال وژل شوي.د مسئولينو په وينا په ورته وخت کې طالب وسله والو پنځه داعشيان ژوندي نيولي او له ځان سره يې بيولي دي.

دبريتانيا گارډين ورځپاڼې خبر ورکړى چې دامريکا دمشرانوجرگې استازى جان مکين دمعزو پر سرطان اخته دى خو روغتيا يې دډاډ وړده کورنۍ يې پردرمنلې فکرکوي لومړني عمليات يې شوى دي
طالبانو دهلمند دگرشک ولسوالۍ کي دماکابل ادارې پر مرکزونو بريدونه پيل کړي طالب وياند قاري يوسف په يوې خبرپاڼې کې ويلي دي نن سهار دهلمند ولایت دګرشک ولسوالۍ دده آدم خان دبارې په سيمه کې طالبانوبریدونه پیل کړل تردمه دسربند لويه قرار گاه نيول شوي ده گڼ مړه اوټپيان دي

 
بي بي سي راډيو
ژوندۍ خپرونې
سهارنۍ
غرمنۍ
ماښامنۍ
نړۍ داوخت
 
نوې لیکنې
 
پېښې،اندېښنې اوڅرګندونې
ځانګړې خپرونې
ټنګ ټکور او سندرې
هینداره
 
سوداګريزې خبرتياوې