سه شنبه , 23 اپریل 2019
کورپاڼه / خبرونه / جان اقا نوید : ډيرو پانگووالو له افغانستان څخه خپلې پانگې ويستلې دي

جان اقا نوید : ډيرو پانگووالو له افغانستان څخه خپلې پانگې ويستلې دي


د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو خونې وياند جان اقا نوید ويلي دي ، په تبر ۱۳۹۷ لمریز کال کې د ناامنۍ د پراخیدو له امله افغان سوداګرو او پانګه والو پر وړاندې هم امنیتي ګواښونه زیات وو، چې په دغه کال کې ۷۱ سوداګر او پانګه وال یاتښتول شوي، یا وژل شوي او یا هم ورته ګواښونه شوي دي.

د دغې خونې عامه اړیکو رئیس او ویاند جان اقا پر خبره د دغو ګواښونو له امله یو شمیر سوداګرو او پانګه والو خپل کاروبار له افغانستان څخه بهرنیو هیوادونو ته لیږدولی دی.

ښاغلي نوید وویل په یقین، چې تښتول، ګواښ او د پانګوالو او متشبثینو اندیښنې د دې لامل شوي، چې خپلې پانګونې کمې کړي یا د نورې پانګې اچونې جرات ونکړي، خپله کورنۍ بهر ته ولیږدوي یا د پانګې یوه برخه بهر ته ولیږدوي، موږ درته ویلی شو، چې د همدې ګواښونو له کبله د افغانستان په میلیاردونو ډالر پانګه بهر ملکونو لکه امارات، پاکستان، هند او نورو هیوادونو ته لیږدول شوې ده

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *