جمعه , 22 سپتمبر 2017
کورپاڼه / پېښې،اندېښنې اوڅرګندونې / د روس او امريکې جنگ
hadad_pic(

د روس او امريکې جنگ

جنگ د روس او امريکې دى په کې دل شول پښتانه

د همدغې مقالې په پاى کښې د امان الله خان  جريده داسې ليکي :

((برافغانستان کسى دست نخواهد يافت مګر که خونهاى ميليونها نفوس دوست و دشمن ريخته شود ، و از اولاد هاى حقيقي افغان کسى زنده نماند))

کومه خبره چې څلور اتيا کاله وړاندې ليکل شوې نن هم هماغه حالات دي دا چې ولې دا خپسه زمونږ سرباندې تر اوسه ناسته ده ؟

په دې کښې شک نشته چې زمونږ خپل وبال دى ، چې له تاريخ يې نه زده کوو، او تل يو شمېر خلک د نعمت په سيوري کښې ذلت غواړي  بيا مونږ له خپلو زړو مشرانو شعرونه او خبرې لرو ، اسلام او شريعت دى ، امان الله خان په لومړي سر کښې د نړۍ په کچه مسلمانان راويښ کړل ، بيا چې امان الله خان اروپا ته په سفر لاړ خبرې بل شانې شوې او ده باندې د کفر تور ولگېد.

اول ښه شهپر پيدا د الوتو کړه

بيا له پسه الواته کړه وآسمان ته

په فراق د ښو يارانو چې ډېر ژاړم

دواړه سترگې مې پيغور کاوباران ته

چې په خپله افغاني ژبه نادان يې

په ترکي خبرې  څه وايي افغان ته

خوشحال بابا چې ١٦٨٩ م کښې دا وينا کړې په ٢٠٠٧ م کښې يې ولولئ  ، چې درې سوه اتلس کاله تېر شوي دي گورئ حالات يو شانې دي لږ وروسته تر خوشحال خان ميرويس نيکله حالات بدل کړل.

پښتانه بويه څه وکړي ؟

ميرويس نيکه اتيا کاله  وروسته له خوشحال څه وکړل ؟

له امان الله خان نه څلور اتيا کاله وروسته څه کوو؟

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *