Thursday, 23 March, 2017
 
 
  • په بلخ کې ترافيکي پېښه شوى
  • دتورخم لاره پرانستل شوه
  • يو پوليس نور ٧ پوليسه وژلي دي
  • نوازشريف له افغانستان سره تړلو لارو د خلاصون امر کړى
  • ظفرجگړا د نوروزد جشن په مراسمو کې گډون کوي
  • په روسيه کې د افغانستان د سولې په اړه غونډه کيږي
دولت دسالمې ستراتيژۍ په نه لرلو کندز له طالبانو نه شي نيولاى.
.

 

 

تبصره

له يوې اونۍ واوړيده چې دکندز پرښار طالبانو بريدونه پيل کړيدي او دښار په منځ کې طالبان  د دولتي ځواکونو سره په جګړه بوخت دي چې هره ورځ  دکندز  چارواکي او دفا وزارت دکندز له ښاره  د طالبانو داستلو خبرهم  ورکوي.

پرکندز دطالبانو دبريد به دوېمه ورځ دولتي ځواکونو دکندزپه ښار کې دطالبانو پرخلاف عمليات پيل کړيدي او وايي چې طالبانو  دښاريانو له کورونو جګړه کوي مو ږ پرې له هوانه بريدونه ، نه شو کولاې خو دادى له يوې اونۍ هم زيات وخت وشو چې دکندز ولايت دولتي ځواکونو دکندزپه ښار کې تصفيوي عمليات پيل کړيدي ا وجګړه اوس هم روانه ده .

د دفاع وزارت وايي نورې تازه دمې قواوې ېې کندزته  ور وليږلې درې ورځې وړاندي کندز ته د ازبک مليشو دقوماندان جنرال دوستم دليږلو خبر دفاع وزارت ورکړ اوبياهم له دولتي ځواکونه له طالبانو دکندز ښارنه شي نيولاى.

دکندز پر ښار تيرکال د دسپتمبر دمياشتي په ٢٨مه  طالبانو بريد کړى و چې په بشپړتوګه ېې کندز ښار ونيوه  دفاع وزارت او دناتو ځواکونو قوماندان جنرال نيکولسن په وار وار وويل چې دکندز ښار  د دوېم ځل لپاره طالبان نه شي نيولاې خو دادي بياهم طالبانو دزيات شمير دولتي ځواکونوپه موجوديت کې  پر کندز بريدونه پيل کړل  او دنهو ورځو په تيريدو سره دولتي ځواکونه له طالبانو په کندز ښارکي نيول شوې سيمي بيانه شي نيولې.

 

په کندز کې دجګړې دوام څو لامله لري يوداچې دکندز چارواکي له طالبانو څخه دکندزښار دهغو برخو چې طالبانو پکې سنګرونه نيولي دي  دبيانيولو توان نه لري، دويم داچې د شناندو په وينا دکندز ولايتي چارواکي په نظامي کچه دطالبانو په مقابل کې دښار دنيولو سالمه ستراتيژي نه لري.

درېم لامل ېې دننه په ښارکې د دولتي پوځونو غمغږ ي او ديوې قوماندې نشتوالى دى  چې همد اوا څوورته لاملونه دي چې دکندز ښار تراوسه پورې دطالبانو په واک کې دى او جګړه روانه ده .

دانن ورځ چې دفاع وزارت دکندز ښار ته دتازه دمو قواوو دليږلو اعلان وکړه شايد يوڅه وخت پورې به کندز ته  ورليږل شوې تازه ده مې قواوې جګړه وکړي خوداچې په بشپړتوګه دې له کندزه طالبان وباسي دولتي پوځونوته به دطالبانو استل ډير ګران تمام شي.

تيرکال هم دکندز ولايتي چاراکو ويلي وو چې طالبان مو له کندزه  شه شاتګ ته اړکړل خو دکندز په ولسواليو کې طالبان دتير په څير واکمن وو.

په اوس وخت کې دولتي ځواکونو ته داستونزمنه ده چې په يو وخت کې دې پرفراه ، هلمند ، بغلان او نورو هغو ولاياتو کې جګړې پکې روانې دي دطالبانو دبريدونو مخه ونيسي، دفاع وزارت به کومو ولاياتو او ولسواليو ته تازه دمې قواوې ليږي.

دکندز دښار په نهمه ورځ دجګړې په دوام ديوشمير شناندو نظرونه په ځاې دي چې په کندز کې   د ولايتي چارواکو ترمنځ همغږي او يوه داسې سالمه جنګې ستراتيژي نه شته چې طالبان له کندز  او شاوخوا ولسواليو څخه په شا تګ ته مجبوره کړي .

 

 

 

 
سوداګريزې خبرتياوې

 
نوې لیکنې
 
پېښې،اندېښنې اوڅرګندونې