Thursday, 23 March, 2017
 
 
  • په بلخ کې ترافيکي پېښه شوى
  • دتورخم لاره پرانستل شوه
  • يو پوليس نور ٧ پوليسه وژلي دي
  • نوازشريف له افغانستان سره تړلو لارو د خلاصون امر کړى
  • ظفرجگړا د نوروزد جشن په مراسمو کې گډون کوي
  • په روسيه کې د افغانستان د سولې په اړه غونډه کيږي
افغانستان سره دنظامي مرستوپه دوام دجګړې دوام
س، سیرت

په ٢٠١٤کې چې په افغانستان کې دبهرنيوځواکونو جنګي ماموريت پاې ته ورسيد دناتو ددفاع وزيرانو په برکسل کې غوڼده وکړه او داپريکړه ېې وکړه چې وروسته تردې به دافغانستان سره دامنيتي ځواکونو دروزنې  او همکارئ لپاره مرستې کوي .دناتوپه غونډه کې داهم وويل شول چې تر٢٠١٧پورې به دافغانستان سره دناتو په چوکاټ کې مرسته وشي  خو دامريکا ددفاع وزارت اعلان کړه چې که اړتياوليدل شوه دافغان پوځيانوسره دوخت سره برابرپه  مرستوغورکيږي  سره ددې چې جنګي ماموريت پاې ته رسيدلى هم دي خو که اړتياوليدل شوه نظامي همکاري او مرسته به ورسره کيږي .اوس چې د برتانيالخوا د افغانستان سره بيا دنظامي مرستې وعده وشوه  چې دافغان پوځ داړتياو لپاره به تر ٢٠٢٠پورې مرستې دوام ولري داپدې معنى دي  چې ترڅه وخته پورې دافغانستان سره دناتوپه چوکاټ يا هرهېوادپه جلاتوګه نظامي مرستې کوي په افغانستان کې به جګړه دوام ولري.افغانستان کې نظامي مرستې د ولس لپاره هيڅ پکار نه راځي نظامي مرستې هغه وخت دولس لپاره پکار راځي چې دولس لپاره دامن او سولې زمينه برابره کړي .بله داچې په  نظامي لګښتونوسره په هېوادکې تراوسه پورې امن  قايم شوې نه  دى  د ٢٠٠١ميلادي کال راپديخوا دامريکااو برتانيي اوهم د ناتو په چوکاټ کې په ملياردونوډالرمصرف کړل شول  خو په افغانستان کې  امن قايم نه شو اونه  دهېواد دسلامتيالپاره  پرې کوم ډاډ ترلاسه کړل شو.دبرتانيه دنړيوالې پرمختيا وزير ډسمونډ سوين په کابل کې خبري کنفرانس ته ويلي چې هېوادبه ېې دافغانستان سره په کړو ژمنو وفاکوي او تر دوه زره شل پوري به  دافغانستان پوځ سره مرسته کوي که څه هم  دبرتانيي دپرمختياوزير پدي مرستوکې د هېواد  دنورواړينو برخو يادونه هم کړيده خو هدف ېې نظامي مرستې دي .دبرتانيي دپرمختګ وزير افغانستان سره داويامليونه پونډه داعلان ترڅنګ په ناتو غړو هېوادونو هم غږ وکړ چې  دافغانستان سره خپلو مرستوته دوام ورکړي.دافغانستان سره دپنځلسو کالو راپديخوا په ملينونوډالر مرستي وشوي خو خپله دامريکايي  چارواکو په وينا دمرستو زياته برخه ېې شخصي جيبونو ته تللې او دملت په درد نه ده لګو ل شوې .اوس په کابل کې  دبرتانيي دپرمختګ وزير د اعلان څخه دا څرګنديږي چې برتانيا ، امريکا او ورسره دناتو غړي هېوادونه په افغانستان کې مرستې  دهېواد دپرمتختګ لپاره نه بلکې په افغانستان کې دجګړې د دوام لپاره کوي . ترڅو چې دافغانستان سره په يوه اوبله پلمه نظامي مرستې دوام ولر ي په افغانستان کې به جګړه هم دوامداره وي.

 

 
سوداګريزې خبرتياوې

 
نوې لیکنې
 
پېښې،اندېښنې اوڅرګندونې