Thursday, 23 March, 2017
 
 
  • په بلخ کې ترافيکي پېښه شوى
  • دتورخم لاره پرانستل شوه
  • يو پوليس نور ٧ پوليسه وژلي دي
  • نوازشريف له افغانستان سره تړلو لارو د خلاصون امر کړى
  • ظفرجگړا د نوروزد جشن په مراسمو کې گډون کوي
  • په روسيه کې د افغانستان د سولې په اړه غونډه کيږي
واشنګټن د طالبانو حکومتولي مني خو طالبان نه مني
تبصره
هغو امریکايي جنرالانو، چې د افغانستان  په  جګړوکې  ېې  برخه اخستې،  په  جګړه کې ېې  د طالبانو  مورال  او مقاومت  لیدلی  په دې  اعتراف کوي،  چې موږ که کلونه هم په افغانستان کې د جګړې  په دوام مالي لګښتونه وکړو او یاپه جګړه کې خپل نور پوځونه هم له  لاسه ورکړو،  بیا هم  د جګړې له لارې په افغانستان کې کامیابي نشو ترلاسه کولای.
هغه امریکايي کورنۍ،چې اولا دونه  ېې د افغانستان په جګړه کې وژل شوي دي، له امریکايي چارواکو ېې غوښتي، چې نور د افغانستان په جګړه کې خپل اولادونه  له  لاسه  نشو ورکولای او دابې ګټې جګړه  نوره  باید پای  ته  ورسیږي .
امریکاپه افغانستان کې  د ناکامې جګړې  په  دوام  او  د امریکايي  ولس  د رایو خلاف  جګړې ته په  یوه او بله پلمه  په دې خاطر دوام  ورکوي ، چې یو سوله ییز افغانستان او په کې طالبان نشي منلای.
نیویارک ټایمز د افغانستان  د موجوده حالاتو په اړه  د امریکا د یوې مشهورې مطبوعاتي ادارې  (لانګ وارجرنل) په حواله  ولیکل، چې طالبان  په افغانستان کې تر نیمايي  زیاته  برخه کنترول  لري او په هغو سیموکې چې طالبان په کې کنترول  لري، ان  له ځینو ښارونو څخه ولسي وګړي خپلې ټولې  شخړې او مسئلې  د طالبانو په محکمو او  پریکړو حل کوي .
لانګ وراجرنل دا هم منلې او ویلي یې دي:  په کومو سمیوکې چې دطالبانو کنترول  دې  په هغو سیموکې د طالبانو حکومتولي کامیابه ده،  ځکه  ولس  خپلې  ټولې مسئلې  په طالبانو حل کوي او وایي چې په حکومت کې د شته فساد له مخې ولسي وګړي د خپلو مسئلو د حل په موخه طالبانو ته مخه کوي.
د یادې مطبوعاتي ادارې علاوه خپله د امریکا سیاسي او نظامي  جنرالانو د طالبانو په  ښه حکومتولۍ په وار  وار  اعتراف کړی دی، خو عجیبه داده ،چې امریکاپه افغانستان کې  د طالبانو حکومتولي مني بلکې غوره ېې هم بولي اما په  افغانستان کې د طالبانو منلو ته تیاره نه ده  او  د طالبانو پر خلاف په یوه او بل نامه  جګړه  دوامداره ساتي.
خپله د اشرف غني حکومت  د کورنیو او  دفاع وزارت چارواکو او هم د ولسي جرګې غړو منلې ده، چې طالبان  د ولایتونو په کم  شمیر ولسوالیو بشپړ او په زیات شمیر ولسوالیو کې په لرې پرتو سیمو هم  کنترول  لري،  چې  د هیواد تر نمیايي زیاته برخه باندې دامهال دطالبانو کنترول دی.
داچې  څرنګه طالبان  و توانیدل د هېواد په زیاته برخه کنترول ترلاسه کړي، د امریکا یادې ادارې ورته په څرګند ډول اشاره نه ده کړې، خو لوی لامل ېې  په  ګوته کړی، چې د ولایتي چارواکو لخوا سالمه رهبري نشته او بل لوې لامل ېې د ولایتونو په امنیتي ځواکونو کې همغږي نه لیدل کيږي .
تېرکال چې  د یووالي حکومت کندز له لاسه ورکړ،  لوې لامل  ېې  د پوځي  افسرانو ترمنځ  بې  باوري  او د امتیتي پوځونو ترمنځ  د همغږۍ نشتوالی و.
که د ملي یووالي حکومت د ولایاتي چارواکو او د امنیتي پوځونو ترمنځ یاد ې ستونزې دوام ولري ،نږدې ده چې  په کنترول کې لرلو سیمو ترڅنګ نورې سیمې هم د طالبانو لاس ته ورشي
 
سوداګريزې خبرتياوې

 
نوې لیکنې
 
پېښې،اندېښنې اوڅرګندونې