Monday, 24 April, 2017
 
 
  • طالبان: دکابل ادارې سرتيرو د کندز په ځينو سيمو کې کيمياوي موادو لاسي بمونه غورځولي دي
  • ډاکټر اشرف غني مزارشريف ته تللى
  • د ولسي جرگې د ځينو غړو امتيازات وځنډول شول
  • طالبانو پر شاهين ٢٠٩ قول اردو بريد دخپلو ٢ واليانوغچ اخيستل ښودلي دي
  • د مزارشريف د طالبانو په بريد کې ٥٠ تنه وژل شوي دي
  • طالبانو د بلخ ٢٠٩ قول اردو په قوماندانۍ بريد کړى
که دشمال ستونزې حل نه کړاې شي ارګ په وتړو
دمبصرپه قلم

     

سياسي اختلافات په ټولو هېوادونوکې وي خو په افغانستان کې  دارګ دتړلو ترګواښه ورسيږي ،داڅو ورځې د مخه د بغلان ولایت اوسیدونکي د اعتراض په توګه د بغلان واټونو ته را ووتل او په بغلان کې يې د نوي ټاکل شوي ملي امنیت د رئیس له ظلمونو او نارواو ېې سر وټکاوه،  په دې اعتراض کوونکو کې زیات شمېر پښتانه وو، چې د بغلان ولایت د نوي ملي امنیت رئیس د ظلمونو له امله ورسره غیر پښتانه هم ملګري شوي وو.

دغه اعتراض کوونکو رسنیوته وویل، چې د ملي امنیت نوی غیر پښتون رئیس داسې کرغیړنې او ناروا کړنې تر سره کوي، چې څوک پښتو وايي یا یې  ږیره پرمخ وي او یا ېې پګړۍ پر سر تړلې وي په هر نامه چې وي نیسي ېې او تر ناڅرګندې مودی پورې ېې په دې نامه چې پښتون دی، د دولت له مخالفو وسله والو سره خامخا همکاري لري او په دغه ډول سره په بیلابیلو دسیسو کې ېې هم ککړ بولي او زندان ته ېې لیږي .

په بغلان کې اوسیدونکي پښتانه د اعتراض کوونکو په وینا، له خپلو کورونو بازار او د کر کروندی کارونو ته نه شي راوتلی او هغه یوشمیر پښتانه چې د ملي امنیت نوي رئیس له کورونو راویستلي او بیا یې نیولي یا یې له بازار څخه نیولي، تر اوسه له زندانه نه دي راوتلي، چې په دې نیولو او زنداني کولو سره له بغلانه پښتانه نورو ولایتونو ته په کډه کولو مجبور شوي دي .

یو شمیر هغه پښتانه چې د ملی امنیت نوي رئیس تر نیولو وروسته زنداني کړي، کورنیو ېې مرکزي حکومت ته خبرداری ورکړی که په اړه ېې د دوې سره په روان ناوړه چلند له سره غور ونه شي تر ارګه به ورسیږي .

له بلې خوا د ولسي جرګې غړو او یو شمیر مشرانو ېې خبرداری ورکړي او ویلي ېې دي، که تر دوو ورځو پورې د کندز په شینه تپې سیمه کې د یرغمل شوي مسافرو په اړه د خوشي کولو اقدام ونه شي، د ارګ مخه به  وتړي.

درې ورځې د مخه د کابل – تخار پر لویه لار د کندز په شینه تپې سیمه کې طالب وسله والو له لویو سرویس بسونو ۱۷۵تنه مسافر یرغمل کړي وو، اته تنه ېې د طالبانو په وینا، چې دولتي کسان وو د تیښتې د هڅې پر مهال وژل شوي، څه ېې د پلټنو وروسته پریښي، خو لس تنه ېې اوس هم له طالبانو سره پاتې دي، چې د ولسي جرګې غړو ېې په دوه ورځو کې د دولت څخه د راخوشې کولوغوښتنه کړې ده او ورسره ېې د نه اقدام په صورت کې د ارګ د مخې تړلو خبرداری هم ورکړی دی.

د ملي یووالي حکومت ته دا او دې ته ورته ستونزې د امنیتي ځواکونو په نه همغږۍ او د طالبانو په وړاندې د جګړې د ناکامه تګلارې په درلودلو سره راپیښې شوي دي، چې دا نه همغږي او د جګړې ناکامه تګلاره به  د ولایتونو او ولسوالیو جګړه د کابل ترکورونو پورې ورسوي .

همدا اوس چې په هلمند کې کومه سخته جګړه روانه ده، دفاع وزارت ېې د کنترول دعوه کوي، اما جګړه د امنیتي ځواکونو په نه همغږۍ نوره هم سخته شوې ده، یواځې د هلمند ولایت نه بلکې په ټولو ولایتونو کې د امنیتي ځواکونو له ولس سره ناوړه چلند، د طالبانو پروړاندې د جګړې ناکامه تګلاره، د ملي اردو او ځايي  پولیسو په خپلو کې نا باوري دا ټول هغه څه دي چې په هلمند کې ېې په درې ولسوالیو کې روانه جګړه د ولایت تر مرکزه را ورسوله .

د دفاع وزارت د هلمند د جګړې د کنترول خبر ورکوي، خو په شمال کې  امنیتي حالات وار له مخه له کنتروله وتلي وو، اوس چې د کندز د یرغملو پیښه رامنځته شوه نو زیات امکان شته، چې د ولسي جرګې غړي د ارګ د نه اقدام په صورت کې د ارګ مخه وتړي. 

 
سوداګريزې خبرتياوې

 
نوې لیکنې
 
پېښې،اندېښنې اوڅرګندونې