Thursday, 23 March, 2017
 
 
  • په بلخ کې ترافيکي پېښه شوى
  • دتورخم لاره پرانستل شوه
  • يو پوليس نور ٧ پوليسه وژلي دي
  • نوازشريف له افغانستان سره تړلو لارو د خلاصون امر کړى
  • ظفرجگړا د نوروزد جشن په مراسمو کې گډون کوي
  • په روسيه کې د افغانستان د سولې په اړه غونډه کيږي
دکندهار دشمالي سیمودسقوط امکان
دمبصرپه قلم

 

له یوه پلوه دفاع وزارت وايي دطالبانو دمشرتابه په له منځه وړلو سره دطالبانو په لیکوکې بې اتفاقي راپیداشوي ده او نور ددولتي ځواکونو په وړاندې دجګړې توان نه لري له بلې خوابیا په دې اعتراف کوي چې دکندهار دشمالي سیمو دسقوط امکان لیدل کیږي .

ددفاع وزارت امریکايي جنرالانو په ډاډ هغه وخت چې دطالبانود لومړي مشر ملا محمد عمر دوفات اعلان وشو وویل نو رطالبان ددولتي ځواکونو په وړاندي دجګړې کولو توان نه لري خو چې دکندز ښار طالبانو ونیوه د دفاع وزارت بیا دنړیوالو رسنیوپه وړاندي ځواب نه لاره .

دارزګان او کندهار ولایت دنا امنیو راپورونه دمخه هم ورکړل شوي وو او هم ویل کیدل یوشمیر سیمې ددولت له لاسه دوتلو په حال کې دي اوس دادی بیا دکندهار دشمالي سیمو د دولت له لاسه دوتلو راپورونه ورکول کیږي خو په کابل کې دناتو دځواکونو قوماندان وايي دافغان ځواکونو سره په همکاریو به دوسله والو طالبانودهرډول بریدونو مخه ونیول شي .

دامریکا د دفاع وزارت ترڅه حده کوښښ کوي چې دتبلیغ سره سم په افغانستان کې یوڅه دطالبانو په وړاندي د افغان ځواکونو مقاومت وستاي او نړیوالو ته وښې چې نور دملااخترمحمد منصور دوژولو وروسته دطالبانو زورکم کړل شوی دی.

طالبان که څه هم دخپل نوي مشرپه ټاکلو کې به مصروف وي خو دمعلوماتو له مخې د دوي هره څانګه خپله خپله دنده سرته رسوي دجګړې لیکې ېې په سیاسي برخه اغیزنه لری او سیاسيېې دجګړې په برخه داچې طالبان به د امریکا او افغان دولت په مقابل کې کوم ډول مقاومت په ښکاره کولو ځواب وايی مخکې له وخته خبره ده خو داسې بریښي چې دتیرپه څیر به طالبان دامریکا او دفاع وزارت ګواښونه په نظرکې ونه نیسي دابه وښې چې طالبان په ګواښونو نه ایل کیږي خو غوره داده چې ددفاع وزارت په ځاې ددې چې په بهرنیوځواکونو ډاډ خپل کړي له طالبانو سره په پخلاینه او په هېواد کې دسولې په لارو چارو غووکړي دتیرو پنځلسو کالو تجربو وښودله چې مسئله په جګړه نه بلکه په خبرو حل کیږي .

که دکندهار دځینو سیمو سقوط  نږدی شي دولت به دلاسه وتلو سیمو دبیا ترلاسه کولو لپاره جګړې ته دوام ورکوي او دامریکا موخه چې په افغانستان کې دجګړې دوام دې خپله به ېې دولت ورته زمینه برابره کړي .

 
سوداګريزې خبرتياوې

 
نوې لیکنې
 
پېښې،اندېښنې اوڅرګندونې