Monday, 24 April, 2017
 
 
  • طالبان: دکابل ادارې سرتيرو د کندز په ځينو سيمو کې کيمياوي موادو لاسي بمونه غورځولي دي
  • ډاکټر اشرف غني مزارشريف ته تللى
  • د ولسي جرگې د ځينو غړو امتيازات وځنډول شول
  • طالبانو پر شاهين ٢٠٩ قول اردو بريد دخپلو ٢ واليانوغچ اخيستل ښودلي دي
  • د مزارشريف د طالبانو په بريد کې ٥٠ تنه وژل شوي دي
  • طالبانو د بلخ ٢٠٩ قول اردو په قوماندانۍ بريد کړى
آيادايران سياسي دوستي به د فطري دښمنۍ مقابله وکړي؟
دمبصرپه قلم

ايران چې تر شپږکالو ناندرو وروسته يې له اروپايي ټولنې او امريکا سره د اتومي پروګرام د کنترول پر سر موفقه وکړه ، امریکا هم له ايران سره دغه موافقه خپله ستره کاميابي وبلله ، ځکه چې نه يې د نړۍ له شرمه ايران ازاد پرېښودی شو او نه يې پرې اتومي بريد کولای شو.د اسرائيلو صدراعظم خو څو ځله ايران ته ګواښ وکړ ، چې بريد به پرې کوي ؛ خو د ايران او اروپايي ټولنې د امنيت شورا سره موافقه کې پر ايران لګيدلي اقتصادي بنديزونه لري کړل شول .تېره ورځ ايران د بالاستیک  توغندي ازمايښت وکړ ، چې د اروپايي ټولنې د امنيت شورا د غبرګون سره مخ شو. په ملګرو ملتونو کې عمومي منشي ته امريکا ، برتانيې ، المان او فرانسې په ګډه سره يو ليک لېږلی ، چې ايران د بالاستیک  توغندي ازمايل د ملګرو ملتونو دا ۲۲۳۱مې موافقې خلاف عمل دی ، بايد ملګري ملتونه يو ځل بيا له ايران سره په  ګډې موافقې غور وکړي، يوازې اسرائيل او اتريش د ملګرو ملتونو د امنيت شورا د سازمان او ايران تر منځ د اتومي پروګرام د موافقې مخالفت ښودلی دی.تېره ورځ چې د ايران ولسمشر حسن روحاني اتريش ته د بلنې په اساس خپل سفر اعلان کړ په اتريش کې يې پر خلاف مظاهرې پېل شوې ، چې حسن روحاني اتريش ته خپل سفر وځنډاوه.ايرانی واکمن او په تېره بيا ولسمشر حسن روحاني په دې ډاډه دی ، چې د اتومي پروګرام د کنترول په موافقه پر ايران ټول لګول شوي اقتصادي بنديزونه لرې کړل شول او خپل ملت ته يې په اقتصادي لحاظ يو نوی ژوند ور وباښه ؛ خو په دې به پوهه شي ، چې دا مهال په سياسي دوستۍ او فطري د ښمنۍ کې راګيردی.اروپايي هېوادونه د اسلامي هېوادونو او مسلمانانو سره فطري دښمني لري په يوه افغانستان کې يو قوم ، مسلک ، مذهب او يو کلتور وګړو ، يوې برخې سره مرستې کوي ؛ سړک ورته جوړوي ، په ډالرو معاشونه ورکوي او همدې افغانانو بلې ډلې يا نورو وګړو باندې د بې پيلوټه الوتکو بمباري کوي ، تر ګوانتنامو يې رسوي او ډول ډول تعذيبونه ورکوي، پر روغتونونو يې بمبارۍ کوي ، محصلين يې وژني په دې هم لږ غور پکاردی.او په دې هم غور پکاردی ، چې روس د امريکا او د امريکا د ملګرو هېوادونو سره د مخالفت د موازنې د ساتلو لپاره اوس د هغه ايران سره دوستي کوي ، چې پر خلاف يې په ۸کلنه جګړه کې د عراق سره د جنګي الوتکو او جنګي ټانکونو مرسته کوله.دا هماغه امریکا ده ، چې په افغانستان کې يې د روسانو د یرغل پر خلاف د ګلبدين ډلې سره د نورو جهادي ګوندونو څخه په قوق العاده ګۍ سره۶۰٪سلنه نظامي مرسته کوله ، افغانان د روسانو په مقابل کې مجاهدين وو اوس هغه مجاهدين ترهګر بلل کېږي. ايرانی ولس او واکمن يې بيا هم هوښياردي خپل سياسي دوستان او فطري دښمنان پېژني ، افسوس افغانانو تر اوسه خپل سياسي دوستان او فطري دښمنان ونه پېژندل.

 

 

 

 

 
سوداګريزې خبرتياوې

 
نوې لیکنې
 
پېښې،اندېښنې اوڅرګندونې