Monday, 24 April, 2017
 
 
  • طالبان: دکابل ادارې سرتيرو د کندز په ځينو سيمو کې کيمياوي موادو لاسي بمونه غورځولي دي
  • ډاکټر اشرف غني مزارشريف ته تللى
  • د ولسي جرگې د ځينو غړو امتيازات وځنډول شول
  • طالبانو پر شاهين ٢٠٩ قول اردو بريد دخپلو ٢ واليانوغچ اخيستل ښودلي دي
  • د مزارشريف د طالبانو په بريد کې ٥٠ تنه وژل شوي دي
  • طالبانو د بلخ ٢٠٩ قول اردو په قوماندانۍ بريد کړى
د جګړې پر بايللو د دندې د بايللو پرېکړه
سياسي مبصر

 

امريکا د خپلو پوځونو د ايستلو اعلان وکړ او څه يې د جګړې د دوام لپاره پريښودل ؛ خو ورسره زياتوي چې د ۲۰۱۴کال د پای ته رسيدو سره يې د پوځونو جنګي ماموريت هم ختم شوی دی.

 په افغانستان د امريکا د دفاع وزارت د وينا له مخې۸۹۰۰پوځيان يوازې افغان پوځونو ته جنګي روزنه او مشورې ورکوي، په خپله پېل شوې جګړه کې يې څه چې په وس وو هغه ې وکړل اوس يې د خپل پلان له مخې افغان په افغان وژلو ته زمينه برابره کړه.

 د کورنيو چارو وزارت ته د ورکړې مشورې له مخې دا پريکړه شوې ، چا چې په جګړه کې ماتې وخوړه يا يې په سيمه کې کشف کمزوری و او يا هم کومه مرګونې پېښه رامنځته او د جګړې له امله يې سيمه پريښوده له دندې به کوښه کېږي.

دا پريکړه د تېرې اونۍ په سرکې د کورنيو چارو په وزارت کې شوې ،  چې پکې د دفاع وزارت او د ملي امنيت اوهم نور امنيتي ارګانونو مسؤلينو ګډون کړی و .

د هلمند په ولايت او نورو ولايتونو کې دوه ډوله پېښې وليدل شوې؛ يو داچې، په خپلو پوستو کې ميشتو عسکرو نور ملګري عسکر ووژل او د پوستې عسکر سره دموجوده  وسله  لاړل او طالبانو ته تسليم شول  اويا يې له خپلو قوماندانانو څخه د جګړې په دوام پښې سپکې کړي.

 د کورنيو چارو په وزارت کې د غونډې پريکړه داده ، چې دواړو صورتونو کې به مسؤل شخص له د ندې ګوښه کېږي اوس به د پوستې او ياعملياتو قوماندان يا جګړه ګټي او يا دنده.

تېره ورځ په کابل۱۱ناحيه کې چاودنه وشوه پکې يوتن ووژل شو اونور اووه تنه ژوبل شول، د پريکړې په اساس د ناحيې د مسؤل دنده وځنډول شوه.

 که د دې پرکړې دوام صورت ومومي ډېر ژر به د جګړې ليکي د جګړې د مسؤلينو څخه (قوماندانو) خالي کړل شي ؛ بيا به د طالبانو سره جګړه څوک کوي.

داسې ورځ او اونۍ به نه وي چې طالب وسله وال پر پوستو او ولسواليو بريدونه نه کوي اوعسکر ورته سيمه پرېږدي بيا اعلان کړي چې تاکتيکي شاتګ يې کړی دی.

د باګرام هوايي ډګر سره چې د امريکا (f-16) جنګي الوتکه پريوته دا هم د جګړې ناکامي ده، دې ته که د يوې ناڅاپيپېښې په سترګه کتل کېږي  په جګړه کې هم ناڅاپي ماتې خوړل کېږي هر څوک وايي ، چې جګړه وګټي ميډال به وګټي  د (f-16) جنګي الوتکې پيلوټ به هم ګوښه کېږي .

که د کورنيو چارو وزارت دا ډول ناسنجول شوي پرېکړې کوي ؛ ډېر ژر به په خپلو پريکړو د پوځي قوماندانو د ندې وبايلي .

 
سوداګريزې خبرتياوې

 
نوې لیکنې
 
پېښې،اندېښنې اوڅرګندونې