Monday, 24 April, 2017
 
 
  • طالبان: دکابل ادارې سرتيرو د کندز په ځينو سيمو کې کيمياوي موادو لاسي بمونه غورځولي دي
  • ډاکټر اشرف غني مزارشريف ته تللى
  • د ولسي جرگې د ځينو غړو امتيازات وځنډول شول
  • طالبانو پر شاهين ٢٠٩ قول اردو بريد دخپلو ٢ واليانوغچ اخيستل ښودلي دي
  • د مزارشريف د طالبانو په بريد کې ٥٠ تنه وژل شوي دي
  • طالبانو د بلخ ٢٠٩ قول اردو په قوماندانۍ بريد کړى
په هېواد کې د ځان وژنې ډيموکراسي
دمبصرپه قلم

 

 

له نن څخه ۴۰يا ۵۰کاله وړاندې به خلکو ويل ، چې زمونږ لرغوني افغاني دود کې که ښه والی شته ، ستونزې هم پکې زياتې دي ، چې د ښځو پر ناموس او حيا باندې د نارينه و سرونه ورکول زموږ د دود غوره والي ښکاره مثال و.

 همدا ډول نورې بېلګې هم وې ، چې نارينه وو به خپل ژوند د ښځې د ښه ژوند لپاره له لاسه ورکاوه.

 که چا به کومې ښځې ته په کږه سترګه وکتل په دفاع کې به يې د کږو سترګو کتونکي ته سخته سزا ورکول کېده ؛ خو په بدو  دودونو کې د ښځو ورکړه وه ، چې يا به په بدل کې ورکول کيده او يا به د کومې مرګونې پېښې وروسته په بدو کې ورکړل شوه.

په افغانستان کې ، چې د امريکا او غربي کلتور ډيموکراسي را وټوکيده ؛ په ظاهره خو د ښځو د خپل نظر ازادي ياده شوه ، چې نور به افغاني ښځو ته د ډيموکراسۍ په راټوکيدو سره د هر ډول ازاد ژوند حق حاصل وي.

يو شمېر ښځو د دې غربي ډيموکراسۍ په دود کولو سره ، چې د غربي کلتور د نورو برخو تر څنګ د وينا د حق ازادي ورکړل شوه او دې يو شمېر ښځو ، ته ډاډ ورکړل شو ، چې د خپل راتلونکي برخليک په اړه خپل نظر څرګندولای شي ؛ خو ستونزه دا ده ، چې د خپل راتلونکي برخليک ټاکلو د ازادۍ حق خو ورکړل شو په دې هم پوهيدل پکاردي ، چې څه ډول ژوند تېرولوته د خپل برخليک ټاکلو حق لري.

 همدا ستونزه ده ، چې ډيموکراسي خو ښځو ته ورکړل شوه، ژوند به د ډيموکراسۍ او ازادۍ په خپلولو سره کوي ؛ خو هغه پوهاوی ، چې رښتينی انسان ژوند ورته وربښي هغه نه دی ورکړل شوی ، چې دا دی اوس هره اونۍ ، مياشت او د کال په تېريدو سره د ځان سوزولو او ځان وژلو پېښې سلګونو ته رسېږي،  يوازې د هرات په ولايت کې د يوې اونۍ په دوران کې دا دريمه پېښه ده ، چې کېږي.

د هرات د پښتون پله سره څيرمه د يوې ځوانې نجلۍ جسد ، چې سر ترې غوڅ کړل شوی ومندل شو، د دې پېښې د مخه يوه شل کلنه نجلۍ د زندۍ کولو وروسته يې جسد وموندل شو ، د هرات په ښار ګلستان واټ سره يوې ښځې ځان په دار وځړاوه.

 دا ډول حالات د نورو ولايتونو کې هم دي ؛ خو په مزار شريف ، هرات او ځينې نورو ښارونوکې ، چې ښځو ته غربي ډيموکراسي ورکړل شوې ده اوس يې ډيموکراسي د ځان وژنې او سوزولو په ډيموکراسۍ بدله شوه ، چې دا ټول د اسلامي اساساتو خلاف د غربي ډيموکراسۍ منل دي او ټول بد عوقب ، چې پېښږي د غربي ډيموکراسۍ سوغات دی.

 
سوداګريزې خبرتياوې

 
نوې لیکنې
 
پېښې،اندېښنې اوڅرګندونې