Friday, 26 May, 2017
 
 
  • د سردار محمد داوود خان روغتون دبريد پرتور ځيني پوځيان محاکمه شول
  • دهېلمند په واشير ولسوالۍ کې بريد شوى
  • ملگروملتونو ښکيلې خواووې اوربند ته راوبللې
  • پاکستان ناقانونه افغانان قانوني کوي
  • په کوټې کې ٢ چينايان تښتول شوى
  • د بشري حقونو سازمان وايي یمن کي امریکایانو ولسي وګړي وژلي
د منی د پیښې عوامل
د مبصر په قلم


حج د اسلام ددین پنځم رکن دی او په هغه مسلمانانو فرض دی چې د حج د سفر توان ولري. په تیره زمانه کې د حج په  سفر باندې هیڅ قسمه پابندي د کوم حکومت لخوا نه وه لګول شوې البته دکوم وخت نه چې د هوایي سفر سهولت په دنیا کی عام شو نو د مسلمانو حج کونکو تعداد هم کال په کال په زیاتیدو شو تر دې پورې چې د منی او عرفات میدانونه د حاجیانو لپاره تنګ شول ، له بلې خوا د سلګونوزره مسافرو حاجیانو د اوسیدنې لپاره استوګن ځایونه هم نه پیدا کیدل ، نو په کال 1987م کی داسلامی کانفرنس په جلسه کې د حاجیانو د شمیر په باره کې  فیصله وشوه چې د هر ملک راتلونکي زیارت کونکي به دهغه ملک دنفوس په اعتبارسره وي ، لهذا دزو کسانو په سر به یوتن حج کوی او د هیڅ کوم  ملک سره به امتیازي سلوک نه کیږي.
ددې فیصلې نه وروسته د هر ملک د حاجیانو تعداد محدود شو او دسعودي حکومت وکولای شول چې حاجیان کنټرول کي ، خو بیا هم د نوموړي تاریخ نه وروسته د حج په ادا کولو کې ناوړه او دردونکې پیښې را منځ ته کیږې. دغه پیښې عموما د منی په میدان کې دلوی اختر په اوله ورځ دلوی شیطان ویشتلو پر مهال را پیښې شوي دي. دشریعت له لوري ټول حاجیان مکلف دي چی د لوی اختر په اوله ورځ شیطان وولي او بیا قرباني وکړي. په همدې اساس هر حاجی کوشش کوي چې شیطان ویشتلو ته ځان زر ورسوي ترڅو قرباني وکړي او د سر خریلو یاکمولو نه وروسته احرام خلاص کړي.
دا چې د منی په میدان کې تیره ورځ دا لوی ناورین را  پیښ شو ددې ډیر عوامل دي چه بعضې عوامل یې د حاجي صاحبانو تر مزاج او د هغوی تر صبر او زیرکتیا پورې اړه لري او بعضې تر هغه ملکونو او حکومتونو سره اړه لري د کومو نه چی حاجي صاحبان راځي او زمونږ په نظر یو لوی او اساسي عامل یی د سعودي حکومت تغافل دی چې سره د ډیرو تجربو ونه توانیدلو چې دداسې غمیزې مخه ونیسې. په ټولنیزو رسنیو کې کوم فلمونه چې مونږ وکتل په هغو کې لیدل کیږي چې په یو ځای کې د حاجیانو مخه بنده شوې ده ، او بیا هغوی ته چی تعداد یی لکونو ته رسیږي صرف یوه دروازه خلاصیږی او بیا ټول حاجیان همدې دروازې ته درسیدلو هڅه کوي چی په نتیجه کې ټیل ماټیل جوړیږي. همدار راز د پیښې نه وروسته لیدل کیږي چې د شهیدانو او زخمیانو دداد رسۍ لپاره  خپله حاجي صاحبان هلې ځلې کوي او بعضې حاجیان چې زخمیان دي د کمک لپاره خلکوته لاسونه اوچتوي خو څوک یې کومک ته نه رانزدې کیږي. اوبیاپه دغو دردونکو صحنو کې کوم حکومتي چارواکی نه لیدل کیږي ، داسې معلومیږي چې سعودي چارواکې د پیښی سره جدي او پر وخت غبرګون ندی ښودلی. زمونږ په آند که حکومت پر وخت غبرګون ښودلی وای نو ډیره ممکنه وه چی د شهیدانو تعداد به دومره نه لوړیده.
دا یو واضح حقیقت دی چې محلي حکومتونه اود سعودي چارواکي له حاجیانو څخه د خدماتو په بدل کې ډیرې زیاتې پیسې وصولوي خو نه محلي حکومتونه او نه هم د سعودي چارواکي حاجیانو ته هغه خدمتونه وړاندې کوي کوم چی لازم دي. که چیرې د حاجیانو د خدمت  په باره کې له سره نظر وشي او د نوی پر مختللی ټکنالوجی څخه کار واخستل شی نوکیدای شي چې دداسې پیښو مخه ونیول شی.

 
سوداګريزې خبرتياوې

 
نوې لیکنې
 
پېښې،اندېښنې اوڅرګندونې