Thursday, 23 March, 2017
 
 
  • په بلخ کې ترافيکي پېښه شوى
  • دتورخم لاره پرانستل شوه
  • يو پوليس نور ٧ پوليسه وژلي دي
  • نوازشريف له افغانستان سره تړلو لارو د خلاصون امر کړى
  • ظفرجگړا د نوروزد جشن په مراسمو کې گډون کوي
  • په روسيه کې د افغانستان د سولې په اړه غونډه کيږي
اشغال شوى اخترونه
د مبصر په قلم


د افغانستان تاريخپوهان وايي چې پر افغانستان له پرنګه نيولي تر ګاونډي روسانو او سفاريانو تاړاکګرو د اشغال په اراده بريدونه کړي دي که څه هم دځينې ځايونو نيول يې تر څه مودې پورې په خپل تاريخونو کې ثبت کړيدى خو افغان غازيانو ترى بيا دسرونو په قربانيو نيول شوى خاوره ازاده کړيده .
دافغانستان تاريخ ته که په ژوره نظر وکتل شي ټول دافغانستان او اسلام ددښمنانو لخوا ديرغلونو داشغالونې په ارادو دجګړو او لښکرو کښيو تاريخ دى دهر واکمن په دوره کې پر افغانستان بريدونه شويدى افغانانو په تشو لاسونو دقوى ايمان او افغاني ميړانې په لرلو سره يې هر دښمن ته ماتې ورکړيده تاريخپوهان په افغانستان کې دشا اشرف ١٧٢٩نه تر شاه حسين ١٧٤٧ م پورې دوره دافغانستان دخاورې ددفاع او بهرنيو يرغلګرو سره دجګړي دوره ياده کړيده .
او احمد شاه بابا دا وروسته له تيمور شاه نه واخله تر شاه شجاع پورې په افغانستان کې دجګړو او ګډوډ يو دوره بللى ده پدې يادو کلونو او واکمنو کې افغانانو زياتې لاس ته راوړنې هم لرلي دي د اشغالګرو څخه يې نيولې سيمې بيا ازادې کړيدي افغانانو نه يوازې خپلې سيمې بيا ازادې کړيدى افغانانو نه يوازې خپلې سيمې او خاوره له  يرغلګرو ازاده کړى بلکه په ١٩٨٥ م کې چې روسانو پر پنجده يرغل وکړ او وئې نيوله افغاني غازيانو له روسانو پنجده ازاده کړه چې بيا دروسانو او افغان واکمنو په تړون چې روسان به دافغانستان ټولى پولې په رسميت پيژني پر افغانستان به يرغل نه کوي افغانانو پنجده روسانو ته ديوه تړون له مخې پرېښوده .
په ١٨٧٩ م کې چې امير شير على خان په مزار کې وفات شو په افغانستان کې داخترونو نمانځلى څه چې دکډوډيو له امله دمياشتو رادبره کيدل او نومونه او افغانانو هير شول .
دپرنګى له اشغاله را واخله دامريکا تر اشغاله پورې افغانانو  خپل اخترونه په خوشحاليو نه دي نمانځلى ځکه پدې ټولو دودو کې داشغال په مقابل کې افغانانو دجهاد په  دوام دسرونو قربانى ورکړى په فيزيکى ډول دافغانستان خاوره اشغال ده خو په باطنى ډول ئې دافغانانو ذهنونو نه داختر خوشحالي ايستلې ده  له کومو کورونو چې داختر په ورځو اونيو کې جنازى وايستل شي هغه کورنۍ به څرنګه اخترونه په خوشحاليو ونمانځي .
اشغالګرو دښمنانو له يوې خوا په مادياتو ، چوکيو  او بيلا بيلو لقبونو ديو شمير غلامو افغانانو ذهنونه پدې اشغال کړى چې نور افغانان ترې به خوشحاليو اخترونه ونه نمانځى او ديو شمير ازادو او مجاهدو افغانانو ذهنونه داشغالګرو څخه دخپلې خاورې دازادولو او تر وروستى سلګۍ پورې ورسره دمقاومت په فکر ذهنونه او فکرونه خپلواکۍ او ازادۍ ته اوړيدلي دي چې ددې ازادۍ غوښتونکو څخه هم داختر خوشحالي پاتې دي .
په ټوله کې ويل شو چې داخترونو خوشحالۍ هم يرغلګرو اشغال کړيدى لومړى به اشغالګرو هېوادونه او سيمې اشغال لولې اوس يې اخترونه هم اشغال کړيدى په کومو اخترونو کې چې دخپل قوم او کلتورى ازادى رسمونه ، خوشحالۍ ، دودونه يو بل ته په ډله ييزه توګه کورونو ته ورتله او مبارکى ورکول دپيغلوټو نجونو په ټالونو زانګل ، په نګريزو لاسونه سره کول ، مل اتڼونو کول  او نور دخوشحاليو ځانګړى دوديز مراسم بندوي دى اخترونو ته ازادنه بلکه اشغال شوى اخترونه ويل کيږي . دافغانستان مجاهد اولس به هغه وخت اخترونه به خوشحاليو ونمانځي چې دخپل ګران هېواد اشغال يې پاى ته ورسيږي ټول افغانان دخپلو ځانګړو دودونو له مخې په ازاده فضا کې چې داشغالګرو دڅرخکو سيورى او غړمبهار يې په سرونو نه تيريږي دبشپړ ازادۍ په صورت کې اخترونه ونمانځى .
تر هغه چې اشغالګر په افغانستان کې وي دافغانانو  دهېواد ترڅنګ اخترونه يې هم اشغال دى .

 
سوداګريزې خبرتياوې

 
نوې لیکنې
 
پېښې،اندېښنې اوڅرګندونې