Friday, 26 May, 2017
 
 
  • د سردار محمد داوود خان روغتون دبريد پرتور ځيني پوځيان محاکمه شول
  • دهېلمند په واشير ولسوالۍ کې بريد شوى
  • ملگروملتونو ښکيلې خواووې اوربند ته راوبللې
  • پاکستان ناقانونه افغانان قانوني کوي
  • په کوټې کې ٢ چينايان تښتول شوى
  • د بشري حقونو سازمان وايي یمن کي امریکایانو ولسي وګړي وژلي
د اسلامي امارت د مجاهدينو د زړونو ارمان د ارواښاد ملا صاحب محمد عمر رحمه الله د کورنۍ په بيعت کولو پوره شو‎
دمبصرپه قلم

د ارواښاد اميرالمؤمنين ملا صاحب محمد عمر مجاهد له وفات وروسته په اسلامي امارت کې ستره تشه رامنځته شوه، چې په اړه یې مختلفې تبصرې کېدلې، ځينو خپل غرضود اسلامي امارت او د نوي مشرتابه په په اړه منفي سوچونه را ولاړول؛ خو د اسلامي امارت مجاهدينو چې د ملاصاحب په وفات به يې له سترګو څخه اوښکې او له زړونو وينې څڅېدلې، د اسلامي امارت د يووالي او سالم مشرتابه لپاره يې د دعا لاسونه هر وخت د لوی رب العزت په دربار کې لپه کړي وو.د اسلامي امارت د سالمې رهبرۍ په پايله کې د امارت ټولو علماوو، مشایخو، د سنګر قمندانانو، د شورا غړو او ټول افغان مجاهد ولس د مرحوم ملاصاحب د مرستيال سره د زړه له اخلاصه بيعت ورکړو، او د اسلامي امارت د نوي زعيم او اميرالمؤمنين په توګه ومانه، چې د بيعتونو لړۍ د افغانستان په داخل او بهر کې د سمندر د څپو په څېر روانه شوهد اسلامي امارت او اسلام يو شمېر دښمنانو د موقع نه په استفادې سره خپل له غرضه ډک تبليغات پيل کړل؛ خو چې د مجاهدينو او افغان ولس د بيعتونو سلسله يې دوامداره وليده، د مارانو په څېر يې سرونه په پيټارونو کې د ننه کړل چې لله الحمد نن د سې شنبې د ارواښاد امیر المؤمنين ورور ملا صاحب عبد المنان او مشر ځوی يې مولوي محمد يعقوب د ملاصاحب د کورنۍ په استازيتوب په يوه ستره او تاريخي غونډه کې د اسلامي امارت د نوي امير المؤمنين ملا اختر محمد منصور سره د زړه له تله خپل بيعت اعلان کړ.د ملا صاحب محمد عمر مجاهد د کورنۍ په استازيتوب په ننۍ غونډه کې د بيعت اعلانول د اسلام او مسلمانانو د دښمنانو پر سرونو يو ستر ګوزار وو، چې د تل لپاره يې د هغوی د پوچو تبليغاتو بنده کړه.کومه غونډه چې نن د علماوو، مشایخو، د سنګرونو د جهادي مشرانو او اسلامي امارت د مجاهدينو لخوا شوې وه، د افغانستان په تاريخ کې به په زرينو کرښو وليکل شي.د ننۍ غونډې په پايله کې د ملاصاحب د کورنۍ په استازيتوب د ملاصاحب اخترمحمد منصور سره د بيعت اعلانول په حقيقت کې د افغانستان د خپلواکۍ او کفري هېوادونو د اشغال د پای ته رسېدو يو زېری دی، چې په مجاهد افغان ولس باندې وشو.د ملاصاحب د کورنۍ لخوا د نوي زعيم سره د بيعت تأخیر د اسلام دښمنانو ته د واهي او پوچو تبلیغاتو موقع په لاس ورکړې وه؛ خو د ملا صاحب د کورنۍ په استازيتوب د هغه ورور ملا صاحب عبد المنان او مشر زوی يې مولوي محمد يعقوب صاحب په خپله هغه وينا کې چې غونډې ته یې وکړه وويل: د نوي زعيم ملا اختر محمد منصور سره زموږ د بيعت ځنډېدل د نېک نيتۍ او مصلحت له مخې وو. خدای مکړه! هيڅ اختلاف مو نه درلوده او اوس يې هم نه لرو! موږ به په خپل بشپړ ملاتړ د اسلامي امارت د کاميابۍ لپاره د ملا اختر محمد منصور سره په خپل بيعت کې وفادار پاتې کیږو، دواړو په خپلو ويناوو کې د افغانستان د ټول ولس او په ځانګړې توګه له هغه چا نه چې د دوی تر بيعت پورې يې خپل بيعت ځنډولی وو، ژر تر ژره د بيعت کولو هيله وکړه، مونږ په دې باور يو چې، د افغانستان د اشغال پای ته رسېدلو ستر سبب د نوي زعيم ملا اختر محمد منصور سره د ملا صاحب محمد عمر مجاهد د کورنۍ بيعت اعلانول دي.مونږ د امير المؤمنين ملا اختر محمد منصور سره د ارواښاد امیرالمؤمنین ملا محمد عمر مجاهد رحمه الله د کورنۍ بيعت په افغانستان کې د غلامې ادارې وروستۍ شېبې بولو!افغان مجاهد ولس ته زېری ورکوو! چې اسلامي امارت به په خپل پوره يووالي سره د کفر اشغال ته د پای ټکي اېښودو سره په افغانستان کې خپلواک اسلامي نظام نافذ کړي انشاء الله.

 

 
سوداګريزې خبرتياوې

 
نوې لیکنې
 
پېښې،اندېښنې اوڅرګندونې