Thursday, 23 March, 2017
 
 
  • په بلخ کې ترافيکي پېښه شوى
  • دتورخم لاره پرانستل شوه
  • يو پوليس نور ٧ پوليسه وژلي دي
  • نوازشريف له افغانستان سره تړلو لارو د خلاصون امر کړى
  • ظفرجگړا د نوروزد جشن په مراسمو کې گډون کوي
  • په روسيه کې د افغانستان د سولې په اړه غونډه کيږي
داسلامي هېوادونو پر خلاف ديوولسم سپتمبر پېښ
د مبصر په قلم

امريکا او اسرائيلو چې په نړۍ کې داسلام دچټک خپراوي او په اسلامي نړۍ کې کفرى هېوادونو دمسلمانانو دبيدارۍ په صورت کې دمقدس جهاد وړانګې هر  لورې ته په خپريدا وي دمسلمانو پر خلاف د يوولسم سپتمبر پېښه رامنځ ته کړل شوه . ديوولسم سپتمبر پېښه کومه طبعي او ناڅاپى پېښه نه وه پدې پېښه کې C.I.Aاو موساد دواړو دمخه کار کړى وه چې څرنګه پر اسلامي هېوادونو ديوه سازس له مخې دوحشت تورى وريځي خورى کړى دامريکا او اسرائيلو په ګډ سازش په ٢٠٠١ کال دسپتمبر په يوولسمه په داسې حال کې چې دامريکا پر محتللى استخبارات او تخنيکى وسايل دمياشتو دمخه يوې پېښې خبر ورکوي په رڼا ورځ دپلان له مخې دنيويارک له هوائى ډګره چې مرغۍ هم ددې ډګر پر سر الوت نشي کولاى خلور دسپرليو الوتکې پورته شوي دنيويارک په بوستون هوايي ډګر کې بې له اجازى يو پرواز هم ناشونى دى او د ورښودلى هوائى کرښې يوه الوتکه هم بلى لورى ته د رادار له کنټروله نشي تلاى خو دپلان له مخې لومړى الوتکې دنيويارک په لوړ پوړيزى ودانى ٧٥ منزل بريد وکړ دويمى الوتکى پر ٦٠ منزل او دريمي ٣٥ دقيقى په ډاډه زړه خپل دريم بريد ترسره کړ دامريکا استخباراتى ادارى پدې غرض چې نړيوالو ته يې پلان بربنډ نشي څلورمه طياره يې دپنتاګون دبريد په نامه نسکوره کړه .دامريکا او اسرائيلو دجوړ پلان له مخې په نيويارک منهتن سيمه کې تجارتى مرکز کې چې لسګونو زره نړيوالو سوداګريزو مامورينو پکې کار کاوه پدې ورځ په خلور زرو  اسرائيلى کار کوونکو کې څوک موجود نه ؤ ټولې  دمخه له تجارتي مرکزه ايستل شوى ؤ .دمسلمانانو ستر دښمن او د امريکا دوخت واکمن بش بې له ځنډه او استخابارتى مسئولينو دمشوري ديوولسم ستمبر دپېښې په تور د ٧  اسلامي هېوادونو او شلو سازمانونو خلاف خوله وازه کړه پدې يادو هېوادونو او سازمانونو يې تور پورې او په تورلست کې يې راوستل .اسامه چې پلار يې ديمن او مور يې دسوريې اوسيدونکى وه په ١٩٥٣ م کاله په مکه مرکه کې زيږيدلى دى د مالي لحاظ هيڅ کوم هېواد او ګوند ته اړ نه ؤ په افغانستان کې يې دروسانو پر خلاف په ١٩٨٨ کلونو کې کار نده ونډه درلوده هغه وخت اسامه امرکيا دومجاهد په نامه ستايه خو دخپل شوم غرض او اسرائيلو سره په ګډ پلان کې يې چې داسلامي هېوادونو پر خلا يې جوړ کړى دپښى مسئول وباله .امريکائى استخباراتى اداري ديوولسم سپتمبر په پېښه کې د ١٩ عربانو لاس لرل تآئيد کړل اما له نيکه مرغه او دامريکا دشرم په نصيب دافغانستان يو افغان يې هم پدې سازشي پېښه کې ککړ ياد نه کړ او بيا يې په خپل وخت دپلان سره سم پر افغانستان يرغل وکړ خپل امريکايي استخباارتى ادارو منلې ده چې زمونږ له اجازى پرته په نيويارک ئې هيڅ ډول پرواز نشي کيدى دا پېښه چې په امريکا کې له ويتنامه وروسته مرګونى پېښه ياديږي په حقيقت کې داسلامي هېوادونو پر خلاف چې د C.I.Aاو موساد ګډ پلان له مخې اسلامي هېوادونه نا امنه کړى په عراق ، افغانستان ، يمن ، سوريى او نورو هېوادونو کې يې دخپل پلان يو څه برخه غلې کړ .اوس پدې حساس وخت کې اسلامي نړۍ او په تيره تيره  عربي شيخانو ته نور د عياشيو  او غفلت له خوبه بيداريدل پکار دي دامريکايي پوځ په ځاى دى په خپل پوځ ځانونه وساتي که خپل پکې دامريکا پر خلاف دپاڅون تومنه نه وي دافغانستان او نورو داسلامي هېوادونو سره دې مرسته وکړي چې اسلامي امت دالحادي  هېوادونو او په ځانګړى ډول دامريکا او اسرائيلو له مشره خلاص شي که عربي په نشو مست شيخان همداسې په غفلت ويده پراته وي هغه ورځ لرې نده چې امريکا  او اسرائيل به ددوى دنشو او عياشيو عمر را لنډ کړي .

 

 
سوداګريزې خبرتياوې

 
نوې لیکنې
 
پېښې،اندېښنې اوڅرګندونې