Monday, 24 April, 2017
 
 
  • طالبان: دکابل ادارې سرتيرو د کندز په ځينو سيمو کې کيمياوي موادو لاسي بمونه غورځولي دي
  • ډاکټر اشرف غني مزارشريف ته تللى
  • د ولسي جرگې د ځينو غړو امتيازات وځنډول شول
  • طالبانو پر شاهين ٢٠٩ قول اردو بريد دخپلو ٢ واليانوغچ اخيستل ښودلي دي
  • د مزارشريف د طالبانو په بريد کې ٥٠ تنه وژل شوي دي
  • طالبانو د بلخ ٢٠٩ قول اردو په قوماندانۍ بريد کړى
آيا دريکا غونډه به د افغانستان پر منځکه نسکور اقتصاد سره مرسته وکړي ؟
د مبصر په قلم


تيره ورځ افغانستان دايکا دشپږمې غونډې کوربتوب پر غاړه لاره تردې دمخه دايکا غونډى په تاجکستان او نورو هېوادونو کې شوي وي ايکا غونډى ته دسيمې ټول هېوادونه اړتيا لري خو افغانستان چې دا مهال يې اقتصاد پرمځکه نسکور دى تر نورو هېوادونو دايکا يا د اقتصادي همکاريو غونډى ته پدې زياته اړتيا لري چې د تير درې لسيزو راپديخوا پکې دپرديو داهدافو دترلاسه کولو لپاره جګړې روانې دي ټولې ملکي شتمنۍ يې دپرديو لخوا په افغان اولس تپل شوو جګړو کې له منځه ولاړى .په افغانستان کې دايکا غونډى دوه ورځې دوام وکړ چې پکې د ٣٠ هېوادونو دولتي چارواکو نمايندګانو او د ٤٠ سازمانونو اقتصادي استازو ګډون وکړه دا غونډه چې په دوه ناستو  کې په لومړى ورځ وشوه دنورو هېوادونو دنمائندګانو او سازمانونو د استازو ترڅنګ دګاونډيو هېوادونو ايران ، پاکستان ، ترکمنستان ، تاجکستان او دسيمې هېوادونو نمايندګانو برخه واخيسته .د ايکا په غونډه کې دنورو افغاني اقتصادي پوهانو ترڅنګ په دولتي سطحه دبهرنيو چارو په وزارت کې دسياسي امورو مرستيال حکمت  کرزى هم دافغانستان په اقتصاد او اړتياو وينا وکړه چې په دولتي سطحه دې غونډې ته دکاميابۍ تمه څرګنده شوه خو افغان اولس چې پدې غونډى او په غونډه کې کومو پريکړو ته اړتيا درلوده هغه پکې تر سترګو نشوه . ددې غونډۍ دکمزوريو زيات ټکى لا تراوسه ندى رابرسيره شوى خو دافغانستان دښځو سازمان پدې غونډه کې دښځو په ونډه چې ٣٠ سلنه يې نه پوره کوله په اقتصادى چارو کې په غونډه کې دښځو حضور ته پاملرنه ونشوه لومړى نيوکه وه چې په غونډه وشوه .په غونډه کې داعتراض اصلى ټکى داوه چې دافغانستان اقتصاد پرمځکه دنسکوريدو په لاملونو هيڅ بحث ونشو ترڅو چې په افغانستان کې داقتصادي ستونزو په حل بحث ، غور او عمل ونشي چې د ايکا لس نورى غونډى هم په افغانستان کې وشي افغان اولس ته يې هيڅ ګته نشته دويم چې افغانستان يو اسلامي او دسيمې دهېوادونو سره د شريکو ګټو هېواد دى  چې په اسيا او سيمه کې دافغانستان دامن ،او پياوړى  اقتصاد سره دنورو ګاونډيو او دسيمې دهېوادونو ګټې تړلى او شريکې دي هيڅ بحث پرې ونشو . دايکا په شپږمه غونډه کې خو د ٣٠ هېوادونو او د ٤ سازمانونو دجملې څخه داسلامي هېوادونو ونډه ترحده زياته کمرنګه وه هغو هېوادونو چې په افغانستان کې يې دجګړې درامنځته کولو او دوام لپاره کومې مالي مرستې کړى داقتصاد  دپياوړتيا لپاره يې شتون دنشت برابر ؤ ددې معنى داوه چې ديو شمير ګاونديو سيمه ييزو او اسلامي هېوادونو هدف په افغانستان کې امن و ثبات ، پياوړى اقتصاد نه بلکې دتل لپاره دجګړې او تباهيو دوام قصد دى ځکه خو د ايکا په شپږمه غونډه کې داسې فيصله او پريکړه ونشوه څرنګه چې لازمه او افغانستان ورته اړتيا درلوده يوازې افغانستان نه بلکې ددې سيمې ټول هېوادونه دافغانستان په ګډون دمرکزى اسيا سره داورګاډى دپټلۍ ، ګازو دنل ليکى اقتصادى همکاريو دلاس ليکونو ، او ګډ تجارت اړتيا لري خو بدبختانه دګاونډيو او دسيمې دهېوادونو دکمرنګې همکارۍ او افغانستان داقتصاد سره داخلاص نه لرلو په خاطر هيڅ يوه داسې پريکړه ونشوه چې افغان اولس ته يې ګټې ورسيږي پدې غونډه کې يوازې دشريکو همکاريو وعدې وشوي چې دکاغذ پرمخ به پاتې شي .عمل هيڅ نه تر سترګو کيږي . په افغانستان کې اداري فساد اخري حد ته رسيدلې له ماموره تر وزيره په ادارى فساد کې برخه لري پياوړى مديريت خو د په کې  نه ليدل کيږي چې به لوړو لوستونو کې يوازې ګوندي قومي او سمتي  لور ته نظر کيږي د ورځ په ورځ ناامنيو دزياتوالي له امله تجارتي خصوصي سکتور دله منځه تللو په حال کې دى بده خبره خو داده چې تراوسه دفاع وزارت يې پرسرپرستۍ چارى ترسره کيږي څومره نوى پوځي ځوانان چې دفراغت وروسته دندو ته ليږل کيږي دهغې د وه چنده آو درې چنده له دندو تښتي .په تيرو ١٤ کالو کې به خالي ددې چې مطبوعات په خپلې قانوني ازادۍ سره درسنيو په زياتوالي ډاډ ترلاسه کړى تر ٧٥ پورې رسنۍ دبيلا بيلو ستونزو له امله وتړل شوي .
تر ټولو دانديښنې وړ موضوع داده چې پدې غونډه کې به افغانستان کې دمخ په زوال اقتصاد ، ناامنيو دحکومتولۍ په چارو کې دستونزو او نورو هغو لارو چې دافغانستان اقتصاد يې په مځکه نسکور کړ  پر لاملونو يې  غور او له منځه وړلو يې هيڅ پريکړه ونشوه معنى  دا چې افغانستان به کوم حالت کې ؤ اوس به له هغې هم بدترين حالت ته ورسيږي ددې ټولو ستونزو دنه حل کيدا سبب په افغانستان کې داولس دارادى مخالف نظام دي چې نور دولتونه دپرمختګ په لورى روان دى او افغانستان  دملياردونو مرستو په دوام مخ په زوال روان دى همدا وجه ده چې اولس پدې اداره هيڅ باور نلري او دا خپله دولت ته هم ښکاره چې دا وړۍ نه شړى کيږي  خو دا چې دبهرنه ورته دندى سپارل شويدى تر هغې به دافغان اولس پر سر عذاب وي ترڅو دبهر نه نورو ته ددندې دسپارلو لپاره دې جناياتو نه کوزيدو امر نه وي شوى .

 
سوداګريزې خبرتياوې

 
نوې لیکنې
 
پېښې،اندېښنې اوڅرګندونې