Monday, 24 April, 2017
 
 
  • طالبان: دکابل ادارې سرتيرو د کندز په ځينو سيمو کې کيمياوي موادو لاسي بمونه غورځولي دي
  • ډاکټر اشرف غني مزارشريف ته تللى
  • د ولسي جرگې د ځينو غړو امتيازات وځنډول شول
  • طالبانو پر شاهين ٢٠٩ قول اردو بريد دخپلو ٢ واليانوغچ اخيستل ښودلي دي
  • د مزارشريف د طالبانو په بريد کې ٥٠ تنه وژل شوي دي
  • طالبانو د بلخ ٢٠٩ قول اردو په قوماندانۍ بريد کړى
په افغانستان کې نا امني د اقتصادي ستونزو زېږنده ده
د مبصر په قلم


کلونه وشول چې افغان ولس په خپل هېواد او بهر کې د نا امنۍ او سیاسي ستونزو له امله د اقتصادي ستونزو په اور کې سوزي چې په حقیقت کې د سیاسي مخالفینو د اختلاف له امله له کلونو راپدېخوا همدا نا امني د بې روزګاریو او اقتصادي ستونزو لامل ګرځېدلې ده.سیاسي ستونزې د نړۍ په نورو هېوادونو کې هم شته چې د نورو هېوادونو سیاسي مشران دي، خپلې ستونزې د سیاست په ډګر کې د ولسي خدمتونو په سیالۍ هواروي، یوازې افغانستان دی چې جنګ خو هسې هم جنګ، سیاست یې هم جنګي پوښ اغوندي.
سیاسي واکمن او بې واکه مشران شپه ورځ هڅې کوي خو یو یې هم د خپل نظر سره برابر سیاسي ملګري نشي پیدا کولای، او د ولس خوار، غریب او بې روزګاره افغان د خپلو بچو لپاره یوه نمړۍ ډوډۍ لاس ته نشي راوړلی.په افغانستان کې د امریکایي پوځیانو په ډله ییزه توګه له وتلو وروسته هم له غریبه او بې وسه لاره ورکه ده، او هم د ډالر خورو مشرانو خوب حرام شوی دی.له یوې خوا په واکمنواو د تېلو پر قراردادیانو د ډالرو اسمان شین شوی او له بلې خوا په غریب او مزدور کار د مزدورۍ  د ژرندې وټې اوبو کنډو کړ.اوس په افغانستان کې ټول ولس د یوه بد ناورین انتظار باسي، څوک زرګونه ډالر په پور اخلي، په مرګونو سمندري کښتیو کې د اروپا د امید خوبونه ګوري، او څوک د پلار او نیکه ورپاتې ځمکې د بچو د ژوندي ساتلو په خاطر پلوري، غریب د بې روزګارۍ له امله د ځان او اولادونو پورې تنګ دی او د ډالرو خاوندان د نا امنیو له امله د لوړو منزلونو ودانۍ له تبا کېدلو ژغوري.په افغانستان کې د عام ولس په ذهن د یوې بلې جګړې طوفان را الوتی دی، ځکه خو امن او روزګار دواړو په یوه وخت له هېواده کډه کړې ده، يوازې افغان مظلوم به ولس په هېواد کې له دې امله پاتې وي چې نه نورو هېوادونو ته د کډو کولو توان لري او نه به په نورو هېوادونو کې د افغان کډوال په نامه د اوسېدو هیله ورپاتې وي.افغان ولس د سیاسي ناپوهانو د سیاست په اور کې سوزي، اقتصادي ستونزو د هېواد سوداګر هم لاس تر زنې کېنولي دي، په وران او وېجاړ هېواد کې سره له دې چې د آبادۍ په نامه ورته په کانټینرو کې مرستې راوړل شوې، د ځمکه والو وچې ځمکې همغسې بارانونو ته په سجدو پرتې دي.نا امنیو او سیاسي سیالیو افغان ولس په دومره ستونزو کې راګیر کړی چې اوس له دې ناورینه ورته د خلاصون څرک نه ښکاري.همدارنګه افغان ولس دا وخت په دومره ناروغیو کې شپې سبا کوي، چې د نورو ملکونو هېوادوال یې سوچ هم نشي کولای، او که په پور اخیستل شویو پیسو ډاکټر ته ولاړو نو د ډاکټر ناقص تشخیص او کم کیفیته درملنې به یې د مرګ په انتظار شېبې او شپې هم ورلنډې کړي.
د دې ناورین څخه د خلاصون لپاره یوازینۍ لاره یو افغان افغانیت ته تسلیمېدا ده، چې د هېواد او خاورې دښمنانو د همدې اختلاف لپاره په کلونو خواري او د ډالرو جواري کړې ده، چې تر څه حده د دښمنانو په نظر او تر آخره حده د افغانانو په نظر د دښمنانو اهداف پوره شوی دي، که مونږ یاد اصل ته پاملرنه وکړه، افغان مو په افغانیت تسلیم کړ، بیا هیڅ ستونزه نشته، زمونږ د جګړو د دوام لوی عامل دا دی چې د جګړې په میدان او یا په بل کوم ځای کې یو لوری د بل لوري وسلوال ونیسي، نو د انسان چلند نه؛ بلکې د حیوان چلند ورسره کوي.

 
سوداګريزې خبرتياوې

 
نوې لیکنې
 
پېښې،اندېښنې اوڅرګندونې