Friday, 26 May, 2017
 
 
  • د سردار محمد داوود خان روغتون دبريد پرتور ځيني پوځيان محاکمه شول
  • دهېلمند په واشير ولسوالۍ کې بريد شوى
  • ملگروملتونو ښکيلې خواووې اوربند ته راوبللې
  • پاکستان ناقانونه افغانان قانوني کوي
  • په کوټې کې ٢ چينايان تښتول شوى
  • د بشري حقونو سازمان وايي یمن کي امریکایانو ولسي وګړي وژلي
افغان دولت او اقتصادي بحران محاصره
دمبصرپه قلم


تيره ورځ په افغانستان کې دسياسي چارو شنونکو نظر ورکړى چې داشرف غني په مشرتابه دافغانستان موجوده اداره ( دولت ) تر سختې اقتصادي کړکيچ  لاندې راغلى دى  ان تر دې چې يوه غريب مزدور کارته دورځنې ژوند دتيرولو څخه چې دژوندي پاتې کيدو زمينه هم نده برابره .سياسي کارپوهانو او اقتصادي چارو نظر ورکوونکو ددې اقتصادي بحران په اړه چې افغان دولت ورسره مخ دى بيلا بيل لاملونه يې په ګوته کړل په ډاګه يې وويل دکرزى تر ادارې زيات رشوتونه اخيستل کيږي هغه مهال ادارى فساد دومره اوج ته نه ؤ رسيدلي لکه اوس چې افغان اولس ورسره  مخ دى داقتصادي ستونزو دزياتوالى په اړه بحثونو کې وويل شول يو له دې لامل يې کار اهل کار ته نه سپارل دى چې په تجربه يو مسئول دخپلې ادارې ورځنې چارې سرته ورسوي ځکه خو دادارى مسئول دنه تجربي له امله خپل ورسپارل شوى کارونه په کامله توګه سرته نشي رسولې په اداره کې رشوت اخيستونکى په خلاص مټ رشوت اخلي او د ادارې مسئول ئې په پټو سترګو لاس  ليک کوي .دبلې خوا اقتصادي بحران چې ورځ په ورځ دتباهۍ سره مخ دي په هېواد کې يې تر ١٦٠٠ پورې انجوګانې دسقوط سره مخ کړيدى هغه پروژې چې پنځه يا دري کاله وړاندې يې ترلاسه لاندې نيولي وي په نيمايي کې يې کارونه ډب شويدى چې غوره مثالونه يې زراعتى ، بريښنايي او روغتيايي چارې دي چې په سلو کې نيمايي برخه يې خپلې  ورسپارل شوى او دپلان لاندې دندې  يې سرته ندى رسولي ځوان نسل ته د دندو سپارل يا دفابريکو په جوړولو چې زمونږ هېواد وال ورته هر اړخيزه اړتيا لري ديوې خوا به مو ځوا نسل په کار بوخت او دبلې خوا به په خپلو کورنيو اجناسو پوره شو هيڅ څوک نه ليدل کيږي چې داقتصادي بحران مخ په زياتوالى له امله يو شمير ځوانان دبې کارۍ له امله په نشه يې توکو روږدي شول او دبلې خوا د زيات غربت له امله ددولت دمخالفو وسلوالو ليکو ته يې مخه وکړه .داقتصادي بحران په بحث کې دا انديښنه هم وښو دل شوه چې دکار اهل کار ته نه سپارلو يوه پايله دا هم ده چې زمونږ ځوانان نورو هېوادونو تلو ته اړ ايستل کيږي دومره کار په خپل هېواد کې نشته چې بهرنيو هېوادونو ته دځوانانو دتلو بهير پرې رامات کړل شي .که څه هم دوموجوده ادارې يو شمير لوړ پوړې چارواکو روانې او په مخ کې پرتې ستونزې دکرزى د ادارى را پاتې ستونزې وبللې چې دکرزى د ارګ پريښو دو پنځه ورځى وړاندې تر ٥٤ کسانو ته دجنرالي او نورى دندى ورکړل شوى چې اولس دکرزى لخوا ورکړل شوى لوړى درجې لرونکي کسان ډبل معاشونه اخلې دغه ډول به هېواد کې په کار بوختي انجوګاني دمخه دله منځه وړلو په حال کې وي روان اقتصادي بحران مهارلو کې لازما وخت ته اړتيا لري .
دا چې د ډاکټر اشرف غنى اداره دستونزو دنه حل بړه په پخوانى اداره او اولس يې په موجوده ا داره ور اچولى پدې بحران کې افغان اولس دا ډول راګير دى چې ا داره به ضرور سقوط سره مخ کړى او که ماته کوډه روانه وي اولس به يې دبې وزلى په اور کې سوزي ، جګړې به نوو پړاونو ته داخليږ ي دغني دادارى څو تنه صاحبان به په چاغو تنو اتو کړي ګرځي چې دا ډول دولت تر وخته پورې نشي پائيدلي او نه ځوريدلي اولس دنورو ځپونکو حالاتو دزغم توان لري .

 
سوداګريزې خبرتياوې

 
نوې لیکنې
 
پېښې،اندېښنې اوڅرګندونې