Thursday, 23 March, 2017
 
 
  • په بلخ کې ترافيکي پېښه شوى
  • دتورخم لاره پرانستل شوه
  • يو پوليس نور ٧ پوليسه وژلي دي
  • نوازشريف له افغانستان سره تړلو لارو د خلاصون امر کړى
  • ظفرجگړا د نوروزد جشن په مراسمو کې گډون کوي
  • په روسيه کې د افغانستان د سولې په اړه غونډه کيږي
افغان دولت د مذاکراتو دکاميابۍ واک نه لري که وړتيا ؟
دمبصر په قلم

 

 

دڅلورو کالو راهيسې افغان دولتي  چارواکي  په موسمي  ډول يعنى درې يا څلور مياشتې پس په رسنيو کې دخپلو مخالفينو وسله والو سره بهر کې دمذاکراتو تائيد يا ترديد وکړي  او بيا وروسته په کابل کې دبهرنيو ټيکيدارانو لخوا په ټيکه اخيستل شوى تش په نامه دسياسي  چارو کارپوهان دبهرنيو رسنيو په معلوماتو چې  د مذاکراتو څه اجندا وه او په څه شرايطو وشول شخوند پيل کړي  خپله دافغانستان دولتي  بې واکه چارواکي  دومره چوپ وي چې په خوله ئې دموچي  رينه هم نه ورزى اما په رسنيو کې چې په موضوع ډنډور چيان څه ووايي بيا يو نه يو اخبار کې پرى هم تبصرې وليکل شي په افغانستان کې دا يو دود ډير دپخوا نه شته چې زيات شمير ليکوال ، ژورنالستان ددولت په چوکاټ کې ليکنې  کوي خپل نظر په هيڅ ډول نشى څرګندولى او نه دحقيقت لوري  ته څه اشاره کولې شي دشاهي دنظام د درباريانو ليکوالو راواخله تر تنظيمي او ګوندي  ليکوالو پورې چې يو انسان وژونکي او دپرديو په اشاره هېواد ورانوونکي  ګوندي  تګلارى ته به ئې دحقيقت بڼه ورکوله نن ورځ که يو څه ازادي  په ازادو رسنيو کې شته خو بيا هم ليکوال دخپل نظر څرګندونه نشي  کولاى هغه ځکه چې يو خو دولتي  چارواکي بې واکه او دويم خپله بې واکه وي ازادې  ليکنې نشي  ليکلى   تېره ورځ مې په رسنيوکې  واوريدل چې دپاکستاني  طالبانو مشر عصمت الله معاويه دپاکستان دصدر اعظم نوازشريف لخوا دمذاکراتو هرکلى  کړيدى نواز شريف  ولس ته په خپلې لومړۍ وينا کې وويل  دمخالفينو سره پخلاينې  ته به دسياسي بصيرت دلارې زمينه برابروم .

مونږ دافغانستان دولتي  چارواکو او ادارې  ته ځکه دپړې  غږ کوو چې که هرڅو بې واکه او د مذاکراتو دبهير نه بې خبره پاتى شي دومره وړتيا خو دې په ځان کې پيدا کړي  چې که په لوړه سطحه مو واک نه وى په ټيټه سطحه خو خپل افغان بچيان له  وژنو وژغورئ .

امريکائې اولس او چارواکى دخپل يو تن پوځي په وژلو ميډيا په سر اخيستى وى مظاهره کوى تاسې د ١٦ مسلمانانو بې ګناه افغانانو دقاتل پر خلاف څه نشى ويلى . که په افغاني  چارواکو او د کرزي  په بې واکه اداره کې دخپلو مخالفيو وسلوالو سره د مذاکراتو د وړتيا واک او يا وړتيا لري نو نن ورځ به په افغانستان کې هم افغان طالب وسلوالو مشرانو دکرزي  دويناو او مذاکراتو هرکلى کولې . حامد کرزى دهرې  غونډى په سر کې خپلو وسله والو مخالفينو ته د پخلاينې بلنې ورکوي خو بيا د مذاکراتو دبهير دکاميابۍ  دچارو وړتيا او واک نلري

دوطن خاورې  که ځانته نه راښکلى

سمندر به دافغان په وينو سور وو

 
سوداګريزې خبرتياوې

 
نوې لیکنې
 
پېښې،اندېښنې اوڅرګندونې