Friday, 23 June, 2017
 
 
  • دافغان او پاکستاني سرحدي ځواکونومشرانو سره وليدل
  • د نیکمرغه کوچني اختر په مناسبت هبة الله اخندزاده د مبارکۍ پیغام خپور شو
  • په کوټه کې چاودنه شوى
  • افغانستان د کرېکټ نړيوالې شورا بشپړ غړیتوب تر لاسه کړ
  • ډنمارک افغانستان ته دخپلوسرتيرو د ليږدپريکړه ځنډولې ده
  • د پاړه چينار په بازار کې ٢ چاودنې شوى
امریکا کې د یوې مسلمانې نجلۍ مړی موندل شوی
دبي بي سي د خبرله مخې د امریکا ویرجینیا ایالت پولیس وايي، د یوې نجلۍ مړی یې موندلی چې غالباً مسلمانه ده او له یوه جومات کې د تراویح له لمانځه وروسته تښتول شوې ده. د وژل شوې نجلۍ عمر ۱۷ کاله ښودل شوی چې ویل کېږي تېری هم ورباندې شوی دی. پولیس وايي، دغه نجلۍ ـ چې خپلوان یې وايي نوم یې نابرا دی، له خپلو ښځینه ملګرو سره هیرندون ښارګوټي کې له یوه ټکسیوان سره لفظي شخړه کړې ده. پولیسو ویلي سړي ټکسي پرېښې او پر نجلۍ یې تېری کړی او بیا له سترګو پناه شوی دی. د پېښې په تور یو ۲۲ کلن مشکوک کس نیول شوی او د قتل تور پرې لګول شوی. رپوټونه وايي، تر اوسه د تېري انګیزه نه ده معلومه، خو څېړنې روانې دي.
 
سوداګريزې خبرتياوې

 
نوې لیکنې
 
پېښې،اندېښنې اوڅرګندونې