Friday, 23 June, 2017
 
 
  • دافغان او پاکستاني سرحدي ځواکونومشرانو سره وليدل
  • د نیکمرغه کوچني اختر په مناسبت هبة الله اخندزاده د مبارکۍ پیغام خپور شو
  • په کوټه کې چاودنه شوى
  • افغانستان د کرېکټ نړيوالې شورا بشپړ غړیتوب تر لاسه کړ
  • ډنمارک افغانستان ته دخپلوسرتيرو د ليږدپريکړه ځنډولې ده
  • د پاړه چينار په بازار کې ٢ چاودنې شوى
افغان ځانگړيو ځواکونو ٥ کسان وژلي دي
افغان ځانگړيو ځواکونودننگرهار په غني خيلوکې عمليات کړي چې له امله يې ٥ کسان وژل شوي او ٥ يې ژوندي نيولي دي د سيمې خلک وايي چې وژل شوي ټول ملکي وگړي او د چرگانو د فارم مزدوران وو. د ننگرهار د والي وياند عطاء الله خوږياڼي وويل، د ۰۲ په نوم د هوايي ډگر ځانگړو افغان ځواکونو تېره شپه شاوخوا يوه بجه د غني خېلو ولسوالۍ په سياه چوب سيمه کې عمليات ترسره کړي دي. هغه زياته کړه، د عملياتو موخه وسله وال طالبان وو او د عملياتو پرمهال له کور څخه له عمليات کوونکو ځواکونو سره نښته هم شوې ده. دی وايي، د عملياتو پرمهال پنځه کسان وژل شوي او پنځه نور عمليات کوونکو ځواکونو له ځانه سره بيولي دي بل خوا طالبانو هم په ياده پېښه کې د خپلو کسانو د وژل کېدو خبره رد کړې ده. د طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد ويلي دي چې د عملياتو پرمهال وژل شوي کسان د دوی پورې تړاو نه لري
 
سوداګريزې خبرتياوې

 
نوې لیکنې
 
پېښې،اندېښنې اوڅرګندونې