Friday, 23 June, 2017
 
 
  • دافغان او پاکستاني سرحدي ځواکونومشرانو سره وليدل
  • د نیکمرغه کوچني اختر په مناسبت هبة الله اخندزاده د مبارکۍ پیغام خپور شو
  • په کوټه کې چاودنه شوى
  • افغانستان د کرېکټ نړيوالې شورا بشپړ غړیتوب تر لاسه کړ
  • ډنمارک افغانستان ته دخپلوسرتيرو د ليږدپريکړه ځنډولې ده
  • د پاړه چينار په بازار کې ٢ چاودنې شوى
روسيه وايي داسې شونتيا شته چې ابو بکر البغدادي وژل شوى
دبي بي سي د خبرله مخې د روسیې دفاع وزارت ويلي، اوس په دې اړه څېړنه کوي چې ښايي د اسلامي دولت (داعش) نومې ډلې مشر ابو بکر البغدادي سوريه کې د روسيې هوايي بريد کې وژل شوی وي. دغه وزارت زیاتوي، روسيې کابو درې اوونۍ وړاندې (مې ۲۸مه) د سوریې رقه ښار کې کړی و. راپور وايي، په برید کې د داعش ډلې پوځي شورا په نښه شوې وه. رقه د سوریې شمال کې د داعش اصلي مرکز ګڼل کېږي. امریکایي ځواکونو سوریه کې 'د ابوبکر البغدادي مهم ملګری وژلی' ابو بکر البغدادي: له موصله مه په شا کېږئ موصل کې هوايي برید د 'اسلامي دولت' مفتي وژلی وړاندې هم د داعش ډلې د مشر په نښه کېدو او وژل کېدو رپوټونه ورکړل شوي وو. د روسیې دفاع وزارت په خبرپاڼه کې چې روسي سپونتیک خبري اژانس خپره کړې، ویل شوي په دې غونډه کې د داعش ۳۰ قومندانان او نژدې ۳۰۰ جنګیالي موجود وو. خبرپاڼه زیاتوي: "د بېلابېلو چینلونو له لارې د ترلاسه شویو معلوماتو له مخې، ابراهیم ابو بکر البغدادي چې په دغه ناسته کې موجود و، د هوايي برید پایله کې وژل شوی دی."
 
سوداګريزې خبرتياوې

 
نوې لیکنې
 
پېښې،اندېښنې اوڅرګندونې