Friday, 23 June, 2017
 
 
  • دافغان او پاکستاني سرحدي ځواکونومشرانو سره وليدل
  • د نیکمرغه کوچني اختر په مناسبت هبة الله اخندزاده د مبارکۍ پیغام خپور شو
  • په کوټه کې چاودنه شوى
  • افغانستان د کرېکټ نړيوالې شورا بشپړ غړیتوب تر لاسه کړ
  • ډنمارک افغانستان ته دخپلوسرتيرو د ليږدپريکړه ځنډولې ده
  • د پاړه چينار په بازار کې ٢ چاودنې شوى
طالبانو دافغان دولت د کندهار دپېښې په اړه راپور در کړ
د کندهار د پيښې په تړاوو د استخباراتي جعلي راپور په غبرگون کې د اسلامي امارت د وياند څرگندونې طالب وياند قاري يوسف د کندهار دپېښې په اړه خپل دريځ راليږلى چې خپروو يې تېره ورځ د کابل په اصطلاح ملي امنيت یو راپور رسنيو ته په واک کې ور کړ چې ادعا په کې شوې د کندهار په ولايت کې دهغې چاودنې تر شا د اسلامي امارت د مجاهدينو لاس دی چې له امله يې څو تنه د عربي متحده اماراتو ديپلوماتان په کې وژل شوي وو. دغه راپور په خورا وقاحت او سپين سترگۍ سره په جعلي ډول جوړ شوي، يوکس چې دوی يې د ولايت آشپز بولي ادعا کوي چې دا پيښه د اسلامي امارت د مجاهدينو لخوا ترسره شوي او داسې کليمات وايي چې د استخباراتو لخوا په خوله کې ورکړل شوي، همدا راز ځينې ټيلفوني مکالمې هم په جعلي ډول ترتيب شوي او غواړي چې په داسي تزوير سره پيښه د اسلامي امارت د مجاهدينو پورې وتړي. موږ يوځل بیا هم په ياده پيښه کې د اسلامي امارت د مجاهدينو لاس لرل په جدي ډول ردوو، دښمن هڅه کوي چې د خپلمنځي اختلافاتو او بدبينيو څخه توجه بلې خوا واړوي، او د مجاهدينو په ضد د پروپاګند وسائل برابر کړي. ټول پوهيږي چې په داسې حساس ځای کې دومره پيچلی بريد پخپله د دښمن د ځينو واکمنو کړيو کار دی چې د ځينو اشخاصو د حذف لپاره ترسره شوی. قاري محمد یوسف احمدي د اسلامي امارت وياند ۱۴۳۸/۹/۲۱هـ ق ۱۳۹۶/۳/۲۶هـ ش ــ ٢٠١٧/٦/١٦م
 
سوداګريزې خبرتياوې

 
نوې لیکنې
 
پېښې،اندېښنې اوڅرګندونې