Friday, 23 June, 2017
 
 
  • دافغان او پاکستاني سرحدي ځواکونومشرانو سره وليدل
  • د نیکمرغه کوچني اختر په مناسبت هبة الله اخندزاده د مبارکۍ پیغام خپور شو
  • په کوټه کې چاودنه شوى
  • افغانستان د کرېکټ نړيوالې شورا بشپړ غړیتوب تر لاسه کړ
  • ډنمارک افغانستان ته دخپلوسرتيرو د ليږدپريکړه ځنډولې ده
  • د پاړه چينار په بازار کې ٢ چاودنې شوى
امریکا دې د افغانستان د حاکمیت او ځمکني بشپړتیا درناوی وکړي
داريانا نيوز د خبر له مخې چین له امریکا غوښتي، چې د افغانستان حاکمیت او ځمکني بشپړتیا ته درناوی وکړي. د چین دا غوښتنه له هغې وروسته مطرح کیږي، چې د امریکا ولسمشر دونالد ترمپ دفاع وزیر ته واک ورکړ، چې افغانستان ته د استول کیدونکیو امریکایي سرتېرو په اړه پریکړه وکړي. د امریکا دفاع وزیرمنلې؛ ولسمشرترمپ ورته اجازه ورکړې، چې افغانستان ته د استول کیدونکیو سرتېرو په دې پرېکړه وکړي. د چین د بهرنیو چارو وزارت دې پریکړې ته غبرګون ښودلی او وايي، چې په هر اقدام کې د افغانستان حاکمیت او ځمکنۍ بشپړتیا ته د درناوي تر څنګ د سیمې امنیت او ټیکاو ته هم باید درناوی وشي. د چین د بهرنیو چارو وزارت ویاند لو کانگ ویلي، د افغانستان سوله او ثبات د سیمې پر امنیت او پراختیا اغېز لري. مونږ باورلرو، چې هر اقدام که له د هر لوري کیږي، باید په کې د افغانستان حاکمیت او ځمکني بشپړتیا ته درناوی وشي او دغه راز د افغانستان پخلاینې، د سولې خبرو، د سیمې ثبات او پراختیا ته باید پاملرنه هم وشي. نوموړی زیاتوي، چې بیجنګ د افغانستان سولې او ثبات ته ژمن دی او له ترهګرۍ سره د ګډې مبارزې غوښتنه لري. چین تل د افغانانو په مشرۍ او مالکیت د سولې او پخلاینې له خبرو ملاتړ کړی دی. مونږ هیله من یو، چې د سیمې اړوند هېوادونه وکړای شي د ترهکرۍ په وړاندې مبارزه کې همکاري او پیوستون د سیمې د سولې او ثبات لپاره پیاوړی کړي.
 
سوداګريزې خبرتياوې

 
نوې لیکنې
 
پېښې،اندېښنې اوڅرګندونې