Friday, 23 June, 2017
 
 
  • دافغان او پاکستاني سرحدي ځواکونومشرانو سره وليدل
  • د نیکمرغه کوچني اختر په مناسبت هبة الله اخندزاده د مبارکۍ پیغام خپور شو
  • په کوټه کې چاودنه شوى
  • افغانستان د کرېکټ نړيوالې شورا بشپړ غړیتوب تر لاسه کړ
  • ډنمارک افغانستان ته دخپلوسرتيرو د ليږدپريکړه ځنډولې ده
  • د پاړه چينار په بازار کې ٢ چاودنې شوى
د پکتيکا په جاني خېلو کې چاودنه شوى
د پکتيکا په جاني خېلو ولسوالۍ کې د سيمه ييزو پوليسو د قوماندان عبدالشکور په کور کې د چاودنه شوى چې له امله اته کسان وژل شوي او د قوماندان په گډون پنځه نور ټپيان دي. د جاني خېلو ولسوالۍ امنيه قوماندان محمد برات ويلي چې چاودنه پرون سهار د دې ولسوالۍ د سيمه ييزو پوليسو د قوماندان عبدالشکور په کور کې شوې ده. امنيه قوماندان : ((پرون د طالبانو او د سيمه ييزو پوليسو تر منځ جنگ شوى چې په کې دوه طالبان مړه شوي او د وژل شوو طالبانو موټرسايکل سيمه ييزو پوليسو د قوماندان عبدالشکور کور ته وړى و.)) ده وويل چې طالبانو په همدغه موټرسايکل کې چاوېدونکي توکي ځاى پر ځاى کړي وو چې چاودنه يې کړې ده. د قوماندان عبدالشکور ورور عبدالمالک ويلي ((پرون سهار وخته طالبانو د هستي په پوسته بريد وکړ چې زموږ له کلک مقاومت سره مخ شول، يو طالب په کې ووژل شو، موټرسايکل يې موږ ته په لاس راغی، کله چې مو کور ته راووړه سخته چاودنه يې وکړه.)) ده وويل چې په دې چاودنه کې يې د کورنۍ د ښځو او ماشومانو په گډون اته کسان وژل شوي او د ورور په گډون يې پنځه تنه نور ټپيان دي.
 
سوداګريزې خبرتياوې

 
نوې لیکنې
 
پېښې،اندېښنې اوڅرګندونې