Friday, 23 June, 2017
 
 
  • دافغان او پاکستاني سرحدي ځواکونومشرانو سره وليدل
  • د نیکمرغه کوچني اختر په مناسبت هبة الله اخندزاده د مبارکۍ پیغام خپور شو
  • په کوټه کې چاودنه شوى
  • افغانستان د کرېکټ نړيوالې شورا بشپړ غړیتوب تر لاسه کړ
  • ډنمارک افغانستان ته دخپلوسرتيرو د ليږدپريکړه ځنډولې ده
  • د پاړه چينار په بازار کې ٢ چاودنې شوى
ددولت او طالبانو تر منځ د نښتې له امله درې ماشومان وژل شوي دي.
په ميدان وردگو ولايت کې د دولتي ځواکونو او وسله والو طالبانو تر منځ نښته کې درې ماشومان وژل شوي دي. د ميدان وردگو د والي وياند عبدالرحمن منګل د رسنیوته وويل چې وسله والو طالبانو پرون مازديګر د سيد اباد ولسوالۍ د شيخ اباد سيمې په زين خېلو سيمه کې د ملي اردو پر پوستې بريد وکړ. هغه زياته کړه چې د د دواړو لورو تر منځ د نښتې پر مهال د هاوان يوه مرمۍ د ملکي وګړو پر يوه کور لګېدلې چې له امله يې درې ماشومان (يو هلک او دوه نجونې) وژل شوي او يوه مېرمن ټپي شوې ده. د والي وياند پر دې پېښې خواشيني څرګنده کړه او ويې ويل چې د والي ځنډي ګل زماني له خوا د يادې پېښې د څېړلو په موخه يو پلاوى ټاکل شوى دى.
 
سوداګريزې خبرتياوې

 
نوې لیکنې
 
پېښې،اندېښنې اوڅرګندونې