Friday, 23 June, 2017
 
 
  • دافغان او پاکستاني سرحدي ځواکونومشرانو سره وليدل
  • د نیکمرغه کوچني اختر په مناسبت هبة الله اخندزاده د مبارکۍ پیغام خپور شو
  • په کوټه کې چاودنه شوى
  • افغانستان د کرېکټ نړيوالې شورا بشپړ غړیتوب تر لاسه کړ
  • ډنمارک افغانستان ته دخپلوسرتيرو د ليږدپريکړه ځنډولې ده
  • د پاړه چينار په بازار کې ٢ چاودنې شوى
امریکاد ایران د واک سوله ییز بدلون غواړي
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر رېکس ټېلرسن امریکا ولسي جرګې ته وویل، د ډونلډ ټرمپ په مشرۍ حکومت په ایران کې له سوله ییزې لارې د واک لېږدولو ملاتړ کوي. نوموړي د بهرنیو اړیکو جرګه ګۍ ته په خبرو کې زیاته کړه: "د ایران په هکله زموږ سیاست بشپړېدونکی دی. تراوسه مو ولسمشر ته وړاندې کړی نه دی. خو وایم، چې موږ په سیمه کې د ایران تاوتریخجن شتون ته سخت پام کوو". هغه زیاته کړه: "د ایران په هکله زموږ سیاست دا دی چې د تهران واک او برتري په شا کړو، د اټومي وسلو په تولید کې یې وړتیا پېزوان یا مهار کړو او په ایران کې د داسې خلکو ملاتړ وکړو چې حکومت په سوله ییز ډول بدل کړي. البته لکه څنګه چې پوهېږو دا ډول کسان شته". ایران او امریکا د سیمې په کشمکش کې تر ډېرو په دوو خواو کې دي.
 
سوداګريزې خبرتياوې

 
نوې لیکنې
 
پېښې،اندېښنې اوڅرګندونې