Tuesday, 23 May, 2017
 
 
  • دغزني د نجونو په ښوونځي کې ‎ چاودنه شوې
  • دطالبانود قلعه زال ولسوال وژل شوى
  • ټرمپ اوغني په سعودي کې سره وکتل
  • دلوگريوديني عالم وژل شوى
  • طالبانو په زابل کې ٢٥ پوليس وژلي دي
  • دننگرهار په غني خيلو کې ٥ پوليس وژل شوي دي
د هندي فلمونو رول لوبونکې ریما مړه شوه
انعکاس راډيو د خبرله مخې په هندي فلمونو کې د مهربانې مور رول لوبوونکې او د بالیوډ یوه پخوانۍ اکټره ریما لاګو له نړۍ سترګې پټې کړې. ریما نهه پنځوس کلنه وه او د راپورونو له مخې د زړه د دریدو له کبله مړه شوې ده. ویل کیږي ریما وروسته له هغې چې دسینې له درد یې شکایت کاوه روغتون ته یوړل شوه چیرې یې چې ساه ورکړه. د ریما زوم ټایمز اف اینډیا ته ویلي چې هغه روغه وه خو د شپې یوه بجه یې د سینې له درده شکایت پیل کړ، کله مو چې روغتون ته یوړه نو د سهار په درې بجو یې د زړه د دریدو له کبله ساه ورکړه. ریما په هندي او مرهاټي فلمونو کې په ۱۹۷۰ کلونو کې کار پيل کړی و. نوموړې په ډیرو مشهورو فلمونو کې د مهربانې مور کرکټر لوبولی دی چې څیره یې د هندي سینما ګڼو مینوالو ته اشنا ده. د پنجشنبې په ورځ په هندوستان کې د نوموړې د مرګ د خبر له خپریدو وروسته د بالیوډ ډیرو اکټرانو او ددې سینمايي لوبغاړې مینه والو هغې ته وروستی درناوی وکړ. عامرخان، کاجل، ریشي کپور او د هند د سینما ګڼ نور اکټران د هغې وروستي لیدو ته ورغلل او هغه یې د هندي سینما یوه نه هیریدونکې څیره وبلله. عامر خان د ریما په مړینه خواشیني وښوده او ویې ویل چې لومړی فلم ( قیامت سې قیامت تک ) یې له ریما سره و او هغه یو ډیره تکړه او هڅونکې اکټره او مهربان ښځه وه. کاجل چې په ( کُچ کُچ هوتاهی ) فلم کې یې د ریما د لور رول لوبولی و هم ددې نامتو اکټرې د مړې په مراسمو کې لیدل شوې. ریشي کپور او ګڼ نور د بالیوډ سینما ستوري هم په مراسمو کې برخه لرله. عامر خان د خپلې میرمنې سره یوځای د ریما لاګو وروستي لیدو ته ورغلی و کاجل چې په یو شمیر فلمونو کې یې د ریما د لور رول لوبولی هم د مړې په مراسمو کې وه ریشي کپور، د ګڼو نور هندي اکټرانو سره د ریما د وروستي درناوی لپاره په مراسمو کې وو ریما په وروستیو کې تر ډیره مرهټي فلمونو کې کار کاوه نو ځکه یې د مړینې له خبر وروسته وروستي ځل لیدو ته د مرهټي فلمونو ډیر فلم جوړونکي او اکټران هم ورغلي وو.
 
سوداګريزې خبرتياوې

 
نوې لیکنې
 
پېښې،اندېښنې اوڅرګندونې