Tuesday, 23 May, 2017
 
 
  • دغزني د نجونو په ښوونځي کې ‎ چاودنه شوې
  • دطالبانود قلعه زال ولسوال وژل شوى
  • ټرمپ اوغني په سعودي کې سره وکتل
  • دلوگريوديني عالم وژل شوى
  • طالبانو په زابل کې ٢٥ پوليس وژلي دي
  • دننگرهار په غني خيلو کې ٥ پوليس وژل شوي دي
په افغانستان کې د ايرانيانو لپاره د رايې اچونې مرکزونه پرانيستل شوي
په ايران کې د ټاکنو له پيل کيدو سره سم په افغانستان کې هم ايراني اتباعو ته د رايې ورکونې مرکزونه پرانيستل شوي دي. په افغانستان کې مېشت ايراني وګړي، نن په کابل کې د ايران په سفارت او دغه راز په هرات کې د ايران په قونسلګرۍ کې د رايې اچونې مرکزونو ته ورځي. په کابل کې د ايران سفارت پر وېبپاڼه خپره شوې يوه خبرپاڼه کې ويل شوي، چې ايراني وګړو ته د لا ډير سهولت او دغه راز په ټاکنو کې د ګډون لپاره د سفارت په ودانۍ کې د رايو مرکز پرانيستل شوی، چې د ماښام تر شپږو بجو پورې به پرانيستی وي. د ايران د ولسمشرۍ د ۱۲ دورې او دغه راز د کليو او ښارونو د اسلامي شوراګانو د پنځمې دورې ټاکنې نن پيل شوې، چې ويل کيږي د نړۍ په ګڼ شمېر هېوادونو کې ايراني وګړو ته په دې ټاکنو کې د ګډون زمينه برابره شوې ده.
 
سوداګريزې خبرتياوې

 
نوې لیکنې
 
پېښې،اندېښنې اوڅرګندونې