Tuesday, 23 May, 2017
 
 
  • دغزني د نجونو په ښوونځي کې ‎ چاودنه شوې
  • دطالبانود قلعه زال ولسوال وژل شوى
  • ټرمپ اوغني په سعودي کې سره وکتل
  • دلوگريوديني عالم وژل شوى
  • طالبانو په زابل کې ٢٥ پوليس وژلي دي
  • دننگرهار په غني خيلو کې ٥ پوليس وژل شوي دي
په پېښورديو کتاب مخکتنه شوى
دپېښور دايران د کلتوري مرکزپه امام خيمني تالار کې د پښتود ژبې د شاعرشريف خان اپريدي دکليات د مخکتنې غونډه وشوه چې کوربه يې ښاغلى کريم خان اپريدى ،مشريې سيدصابرشاه صابر،او نور ميلمانه يې دپېښور پخوانى ناظم اعظم خان اپريدي،لايق زاده لايق ، دصوبايي اسمبلى غړى ياسين خان خليل ، فضل مولاتوره کى، خيال زمان اورکزى، جنيد اکبر ، پروفيسر اسير منگل، کليم شينواري , سليم بنگش حاجي شريف او محترمه زيبا اپريدۍ وو ددريځ چارې د سوات نامتو شاعر ظفر علي ناز او مېرمن نازيه دراني پرغاړه وې ډاکټر علي محمد خان اپريدي ,شمس الاقبال شمس .نصېب تنها ،فېض الرحمان ساده ، طاهر خان يوسفزي , طارق خليل , شهاب بنوڅي او شېرولي خان اورکزي نظمونه او مقالې واورولې دغونډې برخه والود شريف خان اپريدي شعري احساس اوکلام پرژورتيا رڼا واچوله غونډه ماځيگرشپږ بجې پيل او ماسخوتن اته بجې پاى ته ورسيده پرگډون والو شريف خان اپريدي کليات ووېشل شو
 
سوداګريزې خبرتياوې

 
نوې لیکنې
 
پېښې،اندېښنې اوڅرګندونې