Tuesday, 25 April, 2017
 
 
  • د ملي دفاع سرپرست وزير او لوى درستيز وټاکل شول
  • په خوست کې طالبانو بريد کړى
  • په اچين کې ٣٧ داعش وسله وال وژل شوي
  • د امريکا ددفاع وزير ناڅاپي کابل ته راغلى دى
  • د دفاع وزير او لوى درستيز استعفاوې کړه
  • ميا افتخار حسين :فغانستان او پاکستان سوله يوله بله سره تړلې ده
طالبانو د بلخ ٢٠٩ قول اردو په قوماندانۍ بريد کړى
طالبانو په يوې خبرپاڼې کې ويلي دي چې د بلخ ٢٠٩ قول اردو په قوماندانۍ بريد ددوى له خوا پيل شوي دي چې له امله يې له سلو ډيرسرتيري وژل شوي دي طالب وياند ذبيح الله مجاهد اس سي پي ار ډي ته په راليږلې خبرپاڼه کې وايي نن ماسپښين ۲ بجې د بلخ ولايت مرکز مزار شريف ښار کې د اسلامي امارت د استشهادي کنډک گڼ شمير مجاهدين د د شمال زون د قومندانۍ په مرکز او د ۲۰۹ شاهين قول اردو په قومندانۍ هجوم وروړ او سخته جگړه روانه ده. بريد د لوی انفجار په رامنځته کيدو او د قومندانۍ مرکز ته د گڼ شمير فدايي مجاهدينو (طالبانو) د ننوتو سره پيل شو چې مقابل اړخ ته سخت او درانه تلفات يې ورته اړولي دي.تراوسه له سلو ډير عسکر وژل شوي، ګڼ شمير ټپيان دي، ټول استشهادي مجاهدين (طالبان) خپلو مشخصو ځايونو او ټاکل شو اهدافو ته رسيدلي، د بلخ چارواکو د بريد خبره تاييد کړې خو دمرگ ژوبلې په اړه يې څه نه دي ويلي
 
سوداګريزې خبرتياوې

 
نوې لیکنې
 
پېښې،اندېښنې اوڅرګندونې