Tuesday, 23 May, 2017
 
 
  • دغزني د نجونو په ښوونځي کې ‎ چاودنه شوې
  • دطالبانود قلعه زال ولسوال وژل شوى
  • ټرمپ اوغني په سعودي کې سره وکتل
  • دلوگريوديني عالم وژل شوى
  • طالبانو په زابل کې ٢٥ پوليس وژلي دي
  • دننگرهار په غني خيلو کې ٥ پوليس وژل شوي دي
دبغلان لپاره د طالبانو د والي د وژنې ادعا وشوه
د بغلان د پوليسو مرستيال مشر امير گل حسين خيل رسنيوته ويلي دي ديوعملياتو پر مهال يې د همدغه ولايت لپاره د طالبانو والي مولوي لعل محمد يې خپلو ١٤ ملگروسره يې وژلی خو طالبانو په يوې اعلاميه کې دا خبره ومنلې چې ددوي والي خپل ژوند له لاسه ورکړى د طالبانو اعلاميه په دې ډول ده د بغلان د والي صاحب مولوي لعل محمد محمدي د شهادت په اړه د اسلامي امارت اعلاميه بسم الله الرحمن الرحيم تېره شپه په هېواد کې مېشتو اشغالگرو ځواکونو دخپلو مرتزقه غلامانو په ملګرتېا د بغلان ولاېت په ډنډغوري ولسوالۍ کې د مجاهدينو په يو ميشت ځای چاپه ووهله، د مجاهدينو په غبرګون کې ګڼ شمير دښمنان ووژل شول، وروسته دښمن په سيمه بمبار وکړ چې له امله يې د بغلان ولايت لپاره د اسلامي امارت والي صاحب مولوي لعل محمد محمدي له خپلو ۴ ملگرو سره دشهادت لوړ مقام ته ورسيد. انالله وانااليه راجعون قربانۍ او د الله په لار کې سرښندنه د اسلامي امارت د مجاهدينو لپاره یو عادي او دلخواه حقیقت دی، موږ لکه څرنگه چې د الله تعالی په ربوبیت او د رسول الله صلی الله علیه وسلم په رسالت محکم ايمان لرو د الله تعالی په دې قول هم ريښتيني عقيده لرو چې فرمايي: ومن يقاتل في سبيل اللّه فيُقتل أو يغلب فسوف نؤتيه أجراً عظيماً ( ۷۴ – النساء) ژباړه : او څوک چې د الله تعالی په لاره کې جګړه کوي نو که ووژل شي او يا غالب شي زر ده چې موږ به عظیم اجر ورکړو. د الله تعالی دغه قول موږ ته راښيي چې في سبيل الله مجاهد په هيڅ صورت کې هم تاواني نه دی؛ بلکې د شهادت او ژوندي پاته کیدو په دواړو صورتونه کې بريالی او د هغه اجر مستحق دی چې متعال رب جل جلاله یې (عظیم) بولي. شهادتونه زموږ د جهاد لپاره د معنوي غذا حيثيت لري، که زموږ يو مجاهد شهید شوی الله تعالی یې ځای په داسې مجاهد ډک کړی چې له وړاندیني هغه په ښه طریقه د جهاد لاره تعقيبوي همدا لامل دی چې له شهادتونو سره سره زموږ جهاد د بريا پخوا گام اخلي او د هرې ورځې په تيريدو مو د الله تعالی نصرتونه او فتوحات نصيب کیږي. بناء دښمن دې په دې نه خوشحاله کيږي چې زموږ مسئولين يې شهيدان کړل، برعکس به اوس دوی ته ثابته شوې وي چې د همدې مسئولينو دشهادت په انتقام کې به سلگونه نور سر سپارلي ځوانان د جهاد کرښو ته راځي او امریکايي اشغالګرو او دهغوی د قسم خوړلو مزدورانو په وړاندې به جګړه کوي. ان شاءالله موږ د شهید مولوي صاحب لعل محمد محمدي او نورو ملگرو دشهادت له امله د شهیدانو کورنیو، ملگرو، د بغلان ولايت ټول مجاهد ولس او خپل مظلوم ملت ته تسليت وايو، د شهيدانو لپاره د الله د کړې وعدې سره سم په جنت کې لوړ مقامات غواړو، دکورنيو، مجاهدينو او متعلقينو لپاره يې د جمیل صبر او جزيل اجر غوښتنه کوو. د افغانستان اسلامي امارت ۱۴۳۸/۷/۲۲هـ ق ۱۳۹۶/۱/۳۰هـ ش ــ ٢٠١٧/٤/١٩م
 
سوداګريزې خبرتياوې

 
نوې لیکنې
 
پېښې،اندېښنې اوڅرګندونې