Tuesday, 25 April, 2017
 
 
  • د ملي دفاع سرپرست وزير او لوى درستيز وټاکل شول
  • په خوست کې طالبانو بريد کړى
  • په اچين کې ٣٧ داعش وسله وال وژل شوي
  • د امريکا ددفاع وزير ناڅاپي کابل ته راغلى دى
  • د دفاع وزير او لوى درستيز استعفاوې کړه
  • ميا افتخار حسين :فغانستان او پاکستان سوله يوله بله سره تړلې ده
دشينکۍ امينه قوماندان سيف الله هوتکي وژل شوي
د زابل ولايت د شينکۍ ولسوالۍ امنيه قوماندان سيف الله هوتکي په يوه چاودنه کې وژل شوى دى.د زابل امنيه قوماندان مل پاسوال ميرويس خان نورزي ، ويلي، چې طالبانو تېره شپه په يوولس نيمو بجو د شينکۍ ولسوالۍ اړوند د سيوري سيمې پر يوې پوستې بريد کړى و. ميرويس خان نورزي په خبره د شينکۍ امنيه قوماندان سيف الله هوتکي يادې ساحې ته د پوليسو د مرستې په موخه روان و چې په لاره کې يې پر ټانک د ماين چاودنه شوې ده.نورزي زياته کړه ، په دې چاودنه کې د شينکۍ ولسوالۍ امنيه قوماندان هوتکي له خپل يوه ساتونکي سره وژل شوى او څلور نور پوليس ټپيان دي. طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.
 
سوداګريزې خبرتياوې

 
نوې لیکنې
 
پېښې،اندېښنې اوڅرګندونې