Tuesday, 23 May, 2017
 
 
  • دغزني د نجونو په ښوونځي کې ‎ چاودنه شوې
  • دطالبانود قلعه زال ولسوال وژل شوى
  • ټرمپ اوغني په سعودي کې سره وکتل
  • دلوگريوديني عالم وژل شوى
  • طالبانو په زابل کې ٢٥ پوليس وژلي دي
  • دننگرهار په غني خيلو کې ٥ پوليس وژل شوي دي
په ننگرهار کې شپږ امریکايي سرتيري وژل شوي
د ننګرهار ولایت په سپین غر ولسوالۍ کې د یوې چاودنې له امله شپږ امریکايي سرتیري وژل شوي دي. پېښه د دوشنبې په ورځ مازديګر د سپين غر ولسوالۍ په جم کلا سیمه کې هغه رامنځ ته شوه، کله چې امریکاېي ځواکونه له خپلو ټانګونو پیاده روان وو او د ماین چاودنه ورباندې وشوه. د چاودنې مسئولیت وسله والو طالبانو په غاړه اخيستی دی، د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد رسنیو ته ویلي، چې په دغه چاودنه کې یې ۶ امریکاېي سرتیري وژلي او ۲ نور ټپيان کړي دي.
 
سوداګريزې خبرتياوې

 
نوې لیکنې
 
پېښې،اندېښنې اوڅرګندونې