Tuesday, 23 May, 2017
 
 
  • دغزني د نجونو په ښوونځي کې ‎ چاودنه شوې
  • دطالبانود قلعه زال ولسوال وژل شوى
  • ټرمپ اوغني په سعودي کې سره وکتل
  • دلوگريوديني عالم وژل شوى
  • طالبانو په زابل کې ٢٥ پوليس وژلي دي
  • دننگرهار په غني خيلو کې ٥ پوليس وژل شوي دي
.داعش: په اچين کې بم زمونږ پر سنګرونو نه دی غورځول شوی
داعش وايي په اچين کې د امريکايي پوځ په وروستي بمي بريد کې دوی ته هېڅ زيان نه دی اوښتی. داعش دا خبره پرون په (اسلامي خلافت) نومې راډيو کې په ماښامنۍ خپرونه کې کړې ده. د سلطان عزیز اعزام په نوم د دغې راډیو یو ویاند د اچین په ولسوالۍ کې د بمونو د مور بم د غورځول کيدو په تړاو، چې حکومت پکې د ۹۶ داعش جنګیالیو د وژل کېدو دعوه کړې ویلي، چې دا خبرې تشې اوازې دي او د دوی وسله والو ته هېڅ زيان نه دی اوښتی. په خپرونه کې له يو شمېر داعش وسله والو سره هم خبرې شوې او ټولو په يوه خوله دوی ته د اوښتي زيان ادعاوې رد کړې دي. دوی ويلي چې په اچين کې بم د دوی پر سنګرونو نه، بلکه په خالي سيمه غورځول شوی دی. دا په داسې حال کې ده چې د تېرې پنجشنبې په ورځ د امريکايي پوځ له خوا په اچين کې د داعش وسله والو پر پټنځايونو تر ټولو لوی غير اټومي بم وغورځول شو. امنيتي چارواکو ادعا کړې چې په بريد کې د داعش پټنځايونه ويجاړ شوي او وسله والو ته يې هم درنه مرګ ژوبله اوښتې ده. .
 
سوداګريزې خبرتياوې

 
نوې لیکنې
 
پېښې،اندېښنې اوڅرګندونې