Tuesday, 23 May, 2017
 
 
  • دغزني د نجونو په ښوونځي کې ‎ چاودنه شوې
  • دطالبانود قلعه زال ولسوال وژل شوى
  • ټرمپ اوغني په سعودي کې سره وکتل
  • دلوگريوديني عالم وژل شوى
  • طالبانو په زابل کې ٢٥ پوليس وژلي دي
  • دننگرهار په غني خيلو کې ٥ پوليس وژل شوي دي
نوازشريف له افغانستان سره تړلو لارو د خلاصون امر کړى
د پاکستان صدراعظم نوازشريف امر کړى چې له افغانستان سره تړلې لارې دې په سمدستي ډول خلاصې کړاى شي د پاکستان د لومړي وزیر د دفتر لخوا په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي دي چې لومړي وزیر نواز شریف د افغانستان پر مخ هر څه ژر د پاکستان د پولو د پرانیستو امر کړی دی. په خبرپاڼه کې راغلي دي لومړي وزیر نواز شریف دا پریکړه د دواړو ملکونو خیر او سلا په خاطر کړې ده . لومړي وزیر ویلي دي ددې په هیله چې افغانستان زمونږ ټولې غوښتنې د غور لاندې نیولي وي چې له امله يي د پولو د تړولو پریکړه شوې وه. د پاکستان لومړي وزیر ویلي دي چې د افغانستان سوله او امنیت ددوې لپاره ځانګړې اهمیت لري او د ترهګرۍ پر وړانډې د مبارزې او ترهګرو د له منځه وړو په برخه کې به افغان حکومت سره همکارۍ ته دوام ورکړي. په خبرپاڼه کې د لومړي وزیر نواز شریف له قوله لیکل شوي دي چې « افغانستان او پاکستان د پيړیو پيړیو راهیسې ژورې مذهبي، کولتوري او تاریخي اړیکې لري او د اوږدې مودې لپاره د افغانستان پر مخ د پاکستان د پولو بند ساتل د دواړو هیوادونو ملي ګټو ته زیان رسوي.
 
سوداګريزې خبرتياوې

 
نوې لیکنې
 
پېښې،اندېښنې اوڅرګندونې