Tuesday, 23 May, 2017
 
 
  • دغزني د نجونو په ښوونځي کې ‎ چاودنه شوې
  • دطالبانود قلعه زال ولسوال وژل شوى
  • ټرمپ اوغني په سعودي کې سره وکتل
  • دلوگريوديني عالم وژل شوى
  • طالبانو په زابل کې ٢٥ پوليس وژلي دي
  • دننگرهار په غني خيلو کې ٥ پوليس وژل شوي دي
سږ کال ایرانیان هم د حج په مراسمو کې گډون کولی شي
د سعودي حج وزارت ویلي چې هېواد یې «د ټولو حاجیانو چې هر توکم پورې اړه لري» هرکلی کوي. د سعودي حکومت اعلان کړی چې ایرانیان کولی شي سږ کال د حج په مراسمو کې گډون وکړي. د سعودي حکومت په رسمي خبرپاڼه کې راغلي: «د حج وزارت او ایراني سازمان ټول هغه ضروري گامونه پورته کړي چې له مخې به یې ایرانیان وکولی شي، چې د نورو مسلمانانو په څېر، د ۱۴۳۸ کال د حج مراسمو کې گډون وکړي». د ایران او سعودي ترمنځ د اړیکو له خړپړتیا او ديپلوماتیکي اړیکو له پرېکون وروسته، تېر کال ایرانیانو ونه شوای کولی چې د حج مراسمو کې گډون وکړي. په نژدې دېرشو کلونو کې په لومړي ځل په ۲۰۱۶ کې ایرانیان د حج له زیارته بې ‌برخې شول. په نورو کلونو کې شاوخوا شپېته زره ایرانیانو د حج په مراسمو کې گډون کاوه. چې تیر کال د دواړو هېوادونو استازي ونه توانېدل چې موافقې ته ورسېږي. د سعودي حج وزارت ویلي چې هېواد یې «د ټولو حاجیانو چې هر توکم پورې اړه لري» هرکلی کوي. د ایران او سعودي اړیکې له هغې وروسته خړې پړې شوې، چې سعودي یو شیعه دیني عالم په دار وځړاوه. ایرانیانو په غبرگون کې په دغه هېواد کې د سعودي کونسلگرۍ ته اور ورته کړ چې په پای کې دواړو غاړو خپل سفیران وغوښتل. د حج په مراسمو کې د ایرانیانو نه گډون د دواړو هېوادونو ترمنځ د اختلاف بل ټکی و. د دغو سیاسي اختلافونو پر مهال د ایران مذهبي لارښود سعودي مفتیان «حرام خواره» او «تورمخي لارورکي» یاد کړي وو. د سعودي عربستان ستر مفتي، عبدالعزیز آل شیخ په غبرگون کې ویلي و چې ایرانیان «مسلمانان نه دي» او د «مجوسیانو بچیان دي».
 
سوداګريزې خبرتياوې

 
نوې لیکنې
 
پېښې،اندېښنې اوڅرګندونې