Tuesday, 28 March, 2017
 
 
  • پاکستان د مسکو په غونډه کې برخه اخلي
  • امريکا د مسکو په غونډه کې گډون نه کوي
  • طالبانودفراه دپشترود پر پوسته بريد کړى
  • شاهد اپریدي له پېښور زلمي لوبډلې څخه استغفا وکړه
افغانستان له ایرلنډڅخه دکر کټ لوبه وگټله
د افغانستان او ايرلنډ تر منځ دويمه يو ورځنۍ نړيواله لوبه کې افغان کرېکټ ملي لوبډلې مقابل لوري ته د ۳۴ منډو په توپیر ماتې ور کړه.دا لوبه هم د هند پر ګريټر نويډا لوبغالي کې روانه ده.د جمعې ورځې لوبه کې افغانستان د ایرلنډ لپاره ۳۳۹ منډې هدف وټاکه، خو ایرلنډ د ټولو لوبغاړو په سوځېدلو سره هدف پوره نه کړ او لوبه افغان لوبډلې وګټله.د ایرلنډ لوبډلې پیل ښه او ډېر تیز وو، لومړی لوبغاړی یې هغه وخت له لاسه ورکړ چې ۱۱۳ منډې یې جوړې کړې وې.خو دا راشد خان وو چې سیالې ډلې شپږ ویکټو په اخیستلو سره یې له افغانستان سره په دویمه یو ورځنۍ لوبه کې زیاته مرسته وکړه.د ایرلنډ لوبډلې په ۴۷ اورونو کې ۳۰۴ منډې جوړې کړې او ټول لوبغاړي یې وسوځېدل.په افغان لوبډله کې دولت ځدراڼ درې ویکټې واخیستلې او ګلبدین نایت هم یوه ویکټه ترلاسه کړه.د دواړلو لوبډلو ترمنځ بله پنځوس اوره سیالي هم د مارچ پر ۱۹ ده په همدې لوبغالي کې ترسره کېږي.افغان لوبډلې په پنځوس اوره لوبو کې نن تر ټولو ډېرې منډې جوړې کړې.په نننۍ لوبه کې د افغان کرېکټ ملي لوبډلې له لوري تر ټولو زياتې منډې لوبډلمشر اصغر ستانيکزي۱۰۱، رحمت شاه زرمتي۶۸، شهزاد محمدي۶۳ منډې جوړې کړې. ننۍ لوبه د افغانستان ۷۶ مه نړیواله رسمي لوبه ده او دا ۳۳۸ منډې په یوه لوبه کې د افغانانو تر ټولو ډیرې منډې دي.له دې پخوا افغان لوبډلې له اماراتو سره په سیالۍ کې ۳۰۵منډې جوړې کړې وې.افغانستان له ایرلنډ تېره پنځوس اوره سیالي هم ګټلې او له هغه مخکې یې د شل اورو سیالیو لړۍ درې د صفر په مقابل کې وګټله راشد خان په نننۍ لوبه کې شپږ ایرلنډي لوبغاړي وسوځول.افغان لوبډلې تر دې دمه له ایرلنډ سره په وروستیو سیالیو کې هیڅ یوه لوبه هم نه ده بایللې.په دویمه درجه هېوادونو کې ایرلنډ لوبډله د افغان لوبډلې تر ټولو ځواکمنه سیاله لوبډله بلل کېده، خو دغو پرلپسې ماتو ته په کتو سره ښايي اوس د کرېکیټ نړیوالې شورا فکر هم بدل شي او افغان لوبډله تر ایرلنډ لوبډلې غوره وګڼي.افغان او ایرلنډ ملي لوبډلې درې نورې یو ورځنۍ لوبې سره لري، چې د افغانستان په کوربتوب د هند په ګریټر نویډا لوبغالي کې ترسره کیږي
 
سوداګريزې خبرتياوې

 
نوې لیکنې
 
پېښې،اندېښنې اوڅرګندونې