Thursday, 23 March, 2017
 
 
  • په بلخ کې ترافيکي پېښه شوى
  • دتورخم لاره پرانستل شوه
  • يو پوليس نور ٧ پوليسه وژلي دي
  • نوازشريف له افغانستان سره تړلو لارو د خلاصون امر کړى
  • ظفرجگړا د نوروزد جشن په مراسمو کې گډون کوي
  • په روسيه کې د افغانستان د سولې په اړه غونډه کيږي
د افغانستان اوپاکستان ترمنځه سياسي خبرو نتيجه نه ده ورکړى
په لندن کې د افغانستان اوپاکستان ترمنځه سياسي خبرې چې د برتانيا په کوربتوب پيل شوي دي له پايلې پرته سرته ورسيدلي دي د ملي امنيت د شورا په يوې خبرپاڼه کې ويل شوي چې دخبرو لړۍ به روانه وي خبرپاڼه ليکي (درې اړخيزه ناسته ترسره شوه. په دې ناسته کې، د افغانستان او پاکستان ترمنځ د موجود سياسي وضيعت د ښه کېدو لپاره موثر بحثونه او يو شمېر پرمختگونه وشول. د موجود وضيعت د بشپړ ښه کيدو لپاره به دا بحثونه په راتلونکې کې هم دوام ولري.) په خبرپاڼه کې ليکل شوي چې (افغانستان او پاکستان ترمنځ د موجود سياسي وضيعت د ښه کېدو لپاره موثر بحثونه او يو شمېر پرمختگونه وشول) خو دا پرمختگونه، نه دي په گوته شوى په دې خبروکې د افغانستان له لوري، د ملي امنيت سلاکار ښاغلي محمد حنيف اتمر او په اسلام اباد کې د افغانستان لوی سفير دوکتور عمر زاخېلوال، د پاکستان له لوري د هغه هېواد د لومړي وزير د بهرنۍ تگلارې سلاکار ښاغلي سرتاج عزيز او د انگليستان لوري د هغه هېواد د لومړۍ وزيرې د ملي امنيت سلاکار ښاغلي مارک لېل گرېنټ ګډون درلود.
 
سوداګريزې خبرتياوې

 
نوې لیکنې
 
پېښې،اندېښنې اوڅرګندونې