Friday, 26 May, 2017
 
 
  • د سردار محمد داوود خان روغتون دبريد پرتور ځيني پوځيان محاکمه شول
  • دهېلمند په واشير ولسوالۍ کې بريد شوى
  • ملگروملتونو ښکيلې خواووې اوربند ته راوبللې
  • پاکستان ناقانونه افغانان قانوني کوي
  • په کوټې کې ٢ چينايان تښتول شوى
  • د بشري حقونو سازمان وايي یمن کي امریکایانو ولسي وګړي وژلي
په پاکستان کې سرشمېرنه پيل شوې
په پاکستان کې سرشمېرنه پيل شوې چې په کې به په پاکستان کې ټول مشيت خلک شميرل کيږي دا به په دوو پړاوو کې سرته ورسوي لومړى يې د مارچ پر ١٥ پيل شوى چې د اپريل ١٥ پورې به روان وي بل به بيا پيل شي حکومت ددې سرشميرنې لپاره يې ۳۰۰ زره مامورين گومارلي، ترڅو په دوه مياشتو او لس ورځو کې د سرشميرنې بهير سرته ورسوي.چارواکي وايي، په ټول پاکستان کې يې د امنيت د ټينگولو لپاره دوه لکه پوځيان ځای پرځای کړي دي او دا وظيفه يې ورکړې چې خلک له فشار پرته خپل اړوند معلومات د سرشميرنې مامورينو سره شريک او په فورمو کې وليکي. د چارواکو په وينا په دغه شميرنه کې به د افغان کډوالو تر څنگ، بهرني ديپلوماتان او نرښځيان هم شميرل کېږي.دپاکستان د احصايې کمېسيون رييس اصف باجوه رسنيو ته وويل: (له دې پرته چې ستاسو مليت څه دی، څه حالت کې ياست، که تاسې يو غير قانوني بهرنی وگړي ياست، که تاسې قانوني اوسيدونکي ياست او يا په خټه پاکستاني ياست نو ټول به شميرل کيږي) ۱۹ کاله مخکې پاکستان سرشميرنه کړې وه، چې هغه وخت يې نفوس ۱۸۰ ميليونه ښودل شوی و.
 
سوداګريزې خبرتياوې

 
نوې لیکنې
 
پېښې،اندېښنې اوڅرګندونې