Friday, 26 May, 2017
 
 
  • د سردار محمد داوود خان روغتون دبريد پرتور ځيني پوځيان محاکمه شول
  • دهېلمند په واشير ولسوالۍ کې بريد شوى
  • ملگروملتونو ښکيلې خواووې اوربند ته راوبللې
  • پاکستان ناقانونه افغانان قانوني کوي
  • په کوټې کې ٢ چينايان تښتول شوى
  • د بشري حقونو سازمان وايي یمن کي امریکایانو ولسي وګړي وژلي
دهېواد لرگيو انځورگر عبدالهادي عثماني مړشو
دهېواد لرگيو انځورگر عبدالهادي عثماني د ورپېښې ناروغۍ له امله ٨٧ کلنى په عمر مړ شوى عبدالهادي عثماني لومړى د هېواد د مشهور هنرمند ارواښاد عبدالصمد عزيزي تر نظر لاندې پر لرگيو د کيندنې او د انځورگرۍ هنر زده کړ او د افغان ترکاني تصدۍ په فابريکه کې د نورستاني سبک د کيندنې دستگاه د آمر په توگه دنده ترسره کوله او د افغان ترکاني تصدۍ له منحل کيدو وروسته په فيروزکوه موسسه کې د نورستاني سبک د کندنې په برخه کې د استاد په توگه دنده ترسره کوله. ارواښاد په افغان ترکاني تصدۍ او په فيروزکوه موسسه کې د کلاسيک کيندنې، انځورگرۍ او پر لرگيو د نورستاني سبک کيندنې په هنري برخوکې يو زيات شمېر زده کوونکي وروزل او ټولنې ته يې وړاندې کړل. له ارواښاد استاد عبدالهادي عثماني څخه يو زياد شمېر آثار له دې جملې څخه په مزارشريف ښارکې د حضرت علي (ک) په زيارت، په نمبر يک ماڼۍ، د انترکانتيننتال په هوټل او د هېواد په نورو تاريخي ودانيوکې پاتې دي.
 
سوداګريزې خبرتياوې

 
نوې لیکنې
 
پېښې،اندېښنې اوڅرګندونې