Friday, 23 June, 2017
 
 
  • دافغان او پاکستاني سرحدي ځواکونومشرانو سره وليدل
  • د نیکمرغه کوچني اختر په مناسبت هبة الله اخندزاده د مبارکۍ پیغام خپور شو
  • په کوټه کې چاودنه شوى
  • افغانستان د کرېکټ نړيوالې شورا بشپړ غړیتوب تر لاسه کړ
  • ډنمارک افغانستان ته دخپلوسرتيرو د ليږدپريکړه ځنډولې ده
  • د پاړه چينار په بازار کې ٢ چاودنې شوى
په کینیا کي د یوې جوړې د واده ټول لګښت یوازي یو ډالر و.
ویلسن او انن میچرا خپل واده ډېر ساده او د يوه ډالر په مصرف وکئ، په ټولیزو رسنیو کي د کینيا ددې جوړې د واده تود هر کلی سوی دئ.ویلسن او انن د تېرو درو کلونو راهيسي د یو بل ملګري وه.دوې تېر کال هم دوه ځله خپل واده د اقتصادي ستونزو له امله ځنډولی و.په ټوليیزو رسنیو کي ګڼو خلکو ددې جوړې د واده د ډول او کم مصرف تود هر کلی کړی دئ.د واده هلک یوازي یو ډالر مصرف کړ، چي په هغه سره ځان او خپلي مېرمني ته د سټیل څخه جوړي دوې انګوشترۍ واخیستې، څو يې د نکاح پر مهال یو بل ته په ګوتو کړي.د نکاح خط او په کلیسا کي نور مصارف خپله کلیسا پر ځان ومنل.تېر کال دوی د خپلو خپلوانو او ملګرو څخه د مرستي غوښتنه وکړه، خو چا ورسره مرسته ونه کړه.ویلسن ۲۷ کلن او انن ۲۴ کلنه ده، دوی پرېکړه وکړه، چي سږ کال به په کم مصرف واده کوي.دې جوړې د واده تر ټولو ساده مراسم درلودل، نه کیک و، نه ګلونه وه؛ نه هم کوم ډیکوریشن او ګل کاري سوې وه.د واده د ناوي او زلمي ساده او عادي جامې په تن وې. جینز او ټي شیرټ يې اغوستې وي او زاړه تمریني بوټان يې په پښو وه.ګڼو کمپنیو او خلکو اوس د واده دې جوړې ته خپلې تحفې او ډالۍ لیږلي.
 
سوداګريزې خبرتياوې

 
نوې لیکنې
 
پېښې،اندېښنې اوڅرګندونې