Wednesday, 26 April, 2017
 
 
  • د ملي دفاع سرپرست وزير او لوى درستيز وټاکل شول
  • په خوست کې طالبانو بريد کړى
  • په اچين کې ٣٧ داعش وسله وال وژل شوي
  • د امريکا ددفاع وزير ناڅاپي کابل ته راغلى دى
  • د دفاع وزير او لوى درستيز استعفاوې کړه
  • ميا افتخار حسين :فغانستان او پاکستان سوله يوله بله سره تړلې ده
د ستر پښتون جنرال محمد گل خان مومند بابا(١٢٦٣_١٣٤٣ل) دمړينې دپېنځه څلوېښتم تلين په مناسبت

د الحاج امام الدين ســــــاپي پيغــــــام

د ستر پښتون جنرال محمد گل خان مومند بابا( ١٢٦٣_١٣٤٣ل)

دمړينې دپېنځه څلوېښتم تلين په مناسبت

د الحاج امام الدين ســــــاپي پيغــــــام

 ستر پښتون جنرال محمد گل خان مومند باباد خپل ژوند ټوله هستي پښتواو پښتونواله گڼله او د افغانستان د پتمن ژوندانه د خوندي ساتلو لپاره يې په پښتون او ټاټوبي سترگې خوږېدلې. پښتو يې مينه وه، پښتو يې موخه او هدف و، پښتو ويل او پښتو كولو ته يې له هرې مادي بډاينې او شتمنۍ ډېر ارزښت وركاوه.

د پښتو او پښتونولۍ دغه هسكه شمله، وزير بابا محمد گل خان مومند له ډېرو هلو ځلو وروسته له نن نه پېنځه څلوېښت كاله پخوا د اسد د مياشتې په ٢٧ مه نېټه د كابل د دهمزنگ په يوه كرايي كور كې له نړۍ سترگې پټې كړې. روح دې يې ښاده وي.

د دغه ستر شخصيت له يادولو څخه موخه  دا ده، چې د كړنو او ارمانونو پر ياد يې معلومات وړاندې شي، تر سره کړي كارونه يې پټ پاتې نه شي، خلكو، څېړونکيو او په تېره بيا د مستشرقينو د زياتې استفادې په غرض يې د ژوندانه  تياره گوټونه د زياتو څېړنو له ليارې روښانه كړى شي.

ستر پښتون محمدگل خان مومند بابا هغه ستر سپېڅلى پښتون او پښتونواله غوښتونکى دى، چې د "فاشيستۍ او تعصب" تور داغ يې په پاكه لمنه لگول له دوى سره څه، چې له ټولو پښتنو سره ستره جفا ده. دى بېشكه، چې سپېڅلى پښتون و، خو فاشيست نه و.

مونږ ددغه نوميالي پښتون د څلوېښتم تلين د سيمينار په وياړ،چې  درې کاله وړاندې((ساپي مرکز ))په پېښور کښې   تر سره کړ، د "پښتو سيند يا افغاني قاموس" ليکى يې، چې په ١٣١٦ ل كال چاپ شوى و او نه پيدا كېده د "لنډكۍ پښتو او پښتونواله"  له ليکي سره خپور شو او د بيا چاپ  وياړ  موتر لاسه کړ. دغه راز مو"د پښتو د ژبې لياره" ليا صرف اونحو، چې د پښتو ژبې گرامر دى او په ١٣١٧ل كال كې خپور شوى و او نه پيدا كېده، بيا  چاپ كړ. همداراز مو ددغه خواخوږي د ياد په وياړ  ددرانه لارښود استاد قدرت الله حداد فرهاد ((د افغان ملي تاريخ)) لومړى او دوه يم  ټوک  او د(( پېښې ،اندېښنې او څرگندونې)) دوه ټوکه کتابونه چاپ کړي او ((دساپي پښتو څېړنو او پراختيا مرکز ويب سايټ  scprd.com د ((پېښې، اندېښنې او څرگندونې)) برخه مو دده ورځنيو ليکنو ته ځانگړې کړې ده.

ستر پښتون جنرال محمد گل خان مومند بابا هر اړخيز شخصيت و.  په پښتني فرهنگ كلك ولاړ و او ډېرې ستونزمنې ولسي او كليوالي معاملې به يې د جرگې او خبرو له ليارې حل كولې.

سر بېره پر دې  يې د هېواد د نجات په جگړه كې د سرښندونكيو مبارزينو د لښكر مشر توب هم په غاړه درلود. ده د پښتو او پښتونولۍ، ادب او ملي كولتور د ژوندي ساتلو په برخه كې داسې د وياړ وړ خدمتونه كړي، چې ان د دوى مخالفين هم ترې سترگې نه شي پټولى.

دغه په رښتيا نر پښتون د پښتو او پښتونولۍ په مقابل كې ټول اعزازونه او مواجب په لته ووهل، خو يو شمېرپښتنو يې لكه څنگه، چې ښايي قدر ونه كړ.

خداى دى توفيق راكړي، چې د "ساپي  پښتو څېړنو او پراختيا  مركز" د بنسټوال په توگه د ستر پښتون جنرال محمدگل خان مومند بابا د پښتو ژبې دترويج او تعميم په برخه كې ستر،خو پوره ارمانونه تر سره شي او د پښتو ژبې د علمي غنا او شتمنۍ له ليارې پښتو ژبې ته د هغو خلكو پاملرنه راواړوو، چې اوس ترينه ډډه كوي.

مونږ خپل مركز پښتواو پښتنو ته د خدمت لپاره پرانستى او په دې نيت يو، چې پښتو به  د ماخذ او مراجعې ژبه گرځوو، خو له  پښتو مينو پښتنو څخه مو هيله دا ده، چې په دغه لاره كې مو يوازې پرې نږدي، د تخريب په ځاى د پښتونولۍ او مرستې رښتينى لاس راكړي.

 

و من الله التوفيق و عليه التكلان

((د ساپي  پښتو څېړنو او پراختيا مركز )) بنسټوال الحاج

امام الدين ساپى

 
سوداګريزې خبرتياوې

 
نوې لیکنې
 
پېښې،اندېښنې اوڅرګندونې