Friday, 23 June, 2017
 
 
  • دافغان او پاکستاني سرحدي ځواکونومشرانو سره وليدل
  • د نیکمرغه کوچني اختر په مناسبت هبة الله اخندزاده د مبارکۍ پیغام خپور شو
  • په کوټه کې چاودنه شوى
  • افغانستان د کرېکټ نړيوالې شورا بشپړ غړیتوب تر لاسه کړ
  • ډنمارک افغانستان ته دخپلوسرتيرو د ليږدپريکړه ځنډولې ده
  • د پاړه چينار په بازار کې ٢ چاودنې شوى
هندوستان کې دوه سوه مليونه مسلمانان دي
ارواښاد قدرت الله حداد ((فرهاد))
د نجيب د يادونى په غونډه کې ،چې وليدل شول دهغه ډېر درناوىکيده او يوشمير ميرمنو ژړل، ځکه لارورکه شوه خالات بدل شول اوس به د کرزي څېره وکتل شى. کرزى د پوهانو حبيبى تحليل ته نه دي کتلي او نه عبدالرحيم هاتف غوندي مرستيال لري د کرزي دوه مرستيالان دي او ډېر مشاورين د کرزي لومړى مرستيال ضياء مسعود دى ،چې هغه د احمدشاه مسعودوروردى او درباني زوم بل کوم دليل نه لري احمدشاه مسعود او رباني دواړه ښه نوم نه لري اومحاکمې ته سم دي بل يې کريم خليلي دى ،چې هزاره دى د جهاد په مهال ايران کښې و ، کرزى سړه او سپنه ټکوي ، نجيب خبرې ته سر نيوه کرزى چاته غوږ نه نيسي يوازې د امريکا اوري ځکه د کرزي په مهال نجيب بيا ژوندى شوى کابل کښې که د احمدشاه مسعود عکس و، رسمي بڼه لري د نجيب رسى بڼه نه لري د خراسان تلويزيون نجيب اوږدې وينا وې خپرى کړې ،چې هغه کړې وې او دا به ماخذوي د کابل د اريانا په تلويزيون کښې يوه ورځ دولسي جرگې غړي بشر دوست وويل ،چې د نجيب عکسونه په ټکسيو کښې ليدل کيږي بيايې يوه لاروي نه پوښتنه وکړه ،چې د نجيب کمونست عکسونه ولې ليدل کيږي ؟ هغه وويل: روسان يې وايستل. د خلکو قضاوت ،چې داسې شو نو کرزي او بوش ته په خلکو کښې څه نه دي پاتې او داوړۍ نه شړۍ کيږي دا به د خواشينۍ ځاى وي طالبان ،چې امريکايې نه غواړي بيا تر کشمير پورې ليدل کيږي ،چې د زمري په يوولسمه د١٣٨٦ جنوبي اسيا هندي تلويزيون دا خبره وکړه . ،چې نطامي عملياتوکښې يې اته افغانان وژلي . هندوستان کښې دوه سوه مليونه مسلمانان دي د طالبانو په ځاى يې افغانان وويل د پاکستان په پلازمېنه کښې طالبان دي. پوهاند حبيبي يوه ډيره مهمه خبره ليکلې ده: اگردرين مرکز جغرافى ودل آسياى کهن حرکتى نبودى شايد کاروان آزادى ملل شرق بدين زودى به منزل مقصود نه رسيدى: ،چې افغانستان د آسيا زړه دى که دلته يو يون نه واى دحتيځو هېوادونو د خپلواکۍ کاروان خپل منزل ته نه رسيده. دې ته د هر افغان پام په کاردى ،چې تېراوبېرې خبرې پريږدي. الـــــفت د جنون نـــــــــــــــــورې مرحلې نـــــــــــه راولي@ اوس هوش راتـــــــــــــه زنځيراوزولنې نــــــه راولي@ چې ستاله خوشحالۍ نه خپل وقار دى ورته گران@ لـــــــېموته مې غم ، اوښکې پښتنې نـــــــــــــه راولي@ حمزه باباد پښتونولۍ شاعردى که چېرې د پښتونولۍ لوړ ادب څوک غواړي دده ويناوې دې واوري. ،چې پښتو اوپښتونولي څومره ښکلې بيانوي؟ د ساپي سايت لوستونکې کولاى شي دپوهاند حبيبي او حمزه بابا خبرې اوشعر وگوري ،چې دواړه يوه خبره کوي
 
سوداګريزې خبرتياوې

 
نوې لیکنې
 
پېښې،اندېښنې اوڅرګندونې