Friday, 23 June, 2017
 
 
  • دافغان او پاکستاني سرحدي ځواکونومشرانو سره وليدل
  • د نیکمرغه کوچني اختر په مناسبت هبة الله اخندزاده د مبارکۍ پیغام خپور شو
  • په کوټه کې چاودنه شوى
  • افغانستان د کرېکټ نړيوالې شورا بشپړ غړیتوب تر لاسه کړ
  • ډنمارک افغانستان ته دخپلوسرتيرو د ليږدپريکړه ځنډولې ده
  • د پاړه چينار په بازار کې ٢ چاودنې شوى
ورکه لار...؟
ارواښاد قدرت الله حداد ((فرهاد ))
د ١٣٨٦لمريز کال دزمري په يوولسمه له امريکا نه دخراسان په نامه يوه تلويزيون ددکتور نجيب الله يو اوږد فلم او اوږدې خبرې وښودې ،چې دافغانستان اردو او ډېر څه لا په ځاى و. نجيب دهغه مهال ولسي جرگې کښې خبرې وکړې هغه دوطن په نوم گوند جوړکړى و، اودايې ومنله ،چې ددوى کمونستي سوسيالستي پوهه يوه ناسمه پوهه وه ،ده نوى اساسي قانون ،چې دشاهي دورې ١٩٦٤ م قانون ته ورته و ،ومانه په يوه توگه يې لاره بدله کړې وه دپخواني شوروي اتحاد پوځونه وتلي و په اردوکښې د شهنواز تڼي کودتاشوې وه دوطن په گوند کښې دپښتو فارسي خبره پورته شوې وه او احمد شاه مسعود په گټۀ فعاليت روان و. پوهاند حبيبي ،چې ١٣٦٤ لمريز کال کښې د جنبش مشروطيت در افغانستان کتاب ليکلى ود نجيب د پاره يو سبق و،چې افغانستان کښې کمونستى او کمونستي ډوله خبرې نه شىکيداى ،له بلىخوا نجيب يو پوخ د تجربىخاوند و. مرستيال عبدالرحيم هاتف هم درلود.هرڅه سم شوي و، خو مهال تېر و،امريکا د افغانستان په برخه کښې نور څه درلودل او نجيب ته يې موقع نه ورکوله يو سياست يې دا و ،چې هر څوک په پاى زورور شول هغه به ومني بيا يي داهم ونه کړل ځکه طالبان راغلل او طالبانو بيا د امريکې نه منله او دشريعت په عملي کولو شول ،چې اسلامي نړۍ کښې و منل شول. پوهان حبيبي د افغانستان د ټولنې په برخه کښې خپل نظر ووايه ،چې ډېرو ته ګټور و ،چې دا دده يو ملي دنده وه. د سعدي دا بيت يې هم وليکه . تا د ليوه لــــــــــــــــه منگلو وايستلم @ بيا مې وليدل ،چې ليوه مې ته وې@ تواز چنگال گــــــــــــــــرگم در ربودى@ چون ديدم عــــــــاقبت ګرګم توبودى@ پوهان حبيبي د افغان ټولنه پيژندنه او د هغه تحليل او تجزيه يې وکړه ده وويل: دافغانستان د خلکو ټولنيز پيژندنه ددغه هيواد د دتاريخ جغرافيې ، اقتصاد، نژاد،ژبې ، عقايد او دريځونه د قبيلو او کليو، ښار او کوچنيانو او پاتې روحي مسلکونه لکه مذهبونه ، طريقى، صوفيانه فکرونه دي ،چې اوسنۍ صنعتي څېړنې هم وشي او داپخپله پراخ اواوږده بحثونه غواړي ،چې افغانستان د مدنيتونو په څلور لاري کښې له زرهاوکلوراهسې پروت دى بيل هڅوبونه راغلي او تللي وروسته له هغه کولاى شو داسې يوه لاره غوره شي ،چې خلک يې د منلو او هضم توان ولري اودا يو علمي کار دى ،چې علمي وي په دې څېر اصول ورته جوړشي. ځکه دا ټولنه طبقاتي نه ده نورې خبرې دي ،چې طبقاتى يو مخ نه شى بلل کيداى.
 
سوداګريزې خبرتياوې

 
نوې لیکنې
 
پېښې،اندېښنې اوڅرګندونې