Friday, 23 June, 2017
 
 
  • دافغان او پاکستاني سرحدي ځواکونومشرانو سره وليدل
  • د نیکمرغه کوچني اختر په مناسبت هبة الله اخندزاده د مبارکۍ پیغام خپور شو
  • په کوټه کې چاودنه شوى
  • افغانستان د کرېکټ نړيوالې شورا بشپړ غړیتوب تر لاسه کړ
  • ډنمارک افغانستان ته دخپلوسرتيرو د ليږدپريکړه ځنډولې ده
  • د پاړه چينار په بازار کې ٢ چاودنې شوى
امريکايان اواروپايان دومره پوهيږي
ارواښاد قدرت الله حداد ((فرهاد))
جنرال مشرف که بينظير بوټوسره خبره کړې وي بيا داسې ښکاري ،چې دده خپله څوکۍ په کار ده دهېواد سالموالي يې نه دى په کار کومې جگړې ،چې همداگړۍ دپښتونو او پاکستان دپوځ ترمنځ روانې دي ددې اړتيانه وه بش ته داخبره خپل خلک کوي ،چې صدام حسين او طالبانو سره به دې جوړه کړى و ى اوس به هرڅه سم و اونړۍ به په دې حالاتو کښې نه وه که دصداقت سياست واى . امريکايان اواروپايان دومره پوهيږي ،چې اوس ددوى حکومتونه داقليم دبدلېدو ،سيلابونو وچکاليواوورونو سره مقابلې ته ډېره اړتياده نه دا،چې دځان دپاره غليم جوړه کړه بيا ورسره جگړه پيل کړه اوداحال ده جوړکړ ،چې جگړې حالت دې هر څوک په دې پوهېداى شي .پښتانه نور څه نه غواړي " دين ،خپلواکي ، ناموس او پښتونواله " دادلويديځ ديموکراسي او مارکيټ نه و هغه هم په اړيکو کښې کيداى شو بيا دالارنه ده ،چې زما په لاره شه که نه کيږي بيا دې وژنم بش وايي ،چې عدالت او آزادي ،کوم عدالت اوکومه آزادي ؟ ازادي پرته له خپلواکۍ نورې معناوې هم لري ،چې هغه څوک نه غواړي لکه دښحو ازادي ،چې دحقوق معنى نه لري ،پښتانه ميرمن دخپل ژوند او وجود برخه بولي ميرمن يا خاونده يوه خبره ده ،چې په تلفظ کښې دتذکير او تانيث نښه لري مطلب ،چې پښتانه په خپلو کړو پوهيږي څوک ،چې نه پوهيږي هغه دې پوه شي ،چې هغه لويديځوال دي . نابيناپـــــــــــــــــــــــه خپله سيمه کښې بيناوي@ بينـــــــــــــــــــــــايان په پردي ملک شي کروکور@ درست صورت ديوه نوک په درد دردمندشي@ وران شي شهر ديـــــوه سړي پـــــــــــــــــــه تور@ يوسړى ،چې په کوړمه کښې دچــــــــــابدشي@ واړه بدشي کــــــــــــــــــــه پنځه وي که څلور@ بدکردار زوى پيدامه شه لــــــــــــــــــــــه موره@ ابته کــــــــــــــــــــــــاندې ناموس دپلار اومور@ هرڅوک خپله خوشنو دي له خدايه غواړي@ باري نه شي داکـــــــــــــــــــــار په زرو زور@ رحمان بابا داسلام او پښتونولۍشاعردى دده شعرونه او کلام مونږ ته هماغه اريايي سرودونه دي ،چې دوام لري .
 
سوداګريزې خبرتياوې

 
نوې لیکنې
 
پېښې،اندېښنې اوڅرګندونې