Friday, 23 June, 2017
 
 
  • دافغان او پاکستاني سرحدي ځواکونومشرانو سره وليدل
  • د نیکمرغه کوچني اختر په مناسبت هبة الله اخندزاده د مبارکۍ پیغام خپور شو
  • په کوټه کې چاودنه شوى
  • افغانستان د کرېکټ نړيوالې شورا بشپړ غړیتوب تر لاسه کړ
  • ډنمارک افغانستان ته دخپلوسرتيرو د ليږدپريکړه ځنډولې ده
  • د پاړه چينار په بازار کې ٢ چاودنې شوى
دبش نوې هڅې !
ارواښاد قدرت الله حداد ((فرهاد))
دامريکې دبهرنيوچارو وزيره او ددفاع وزير دواړه د منځنۍ اسيا هېوادونوکښې گرځي ددوى خبره داده ،چې ايران دغو هېوادونو کښې خپله اغېزه ډېروي له بلې خوا ايران هڅه کوي ،چې خپلې اتومي چارې مخته بوزي دپاکستان سياست دادى ،چې امريکې ته ډاډ ورکړي ،چې دوى په خپله د طالبانو مخه نيولى شي ،دپاکستان صدراعظم وويل ،چې دامريکې پوځي عمليات ددين خپلواکۍ خلاف دي ،چې داخبره دافغانستان حکومت نه کوي ،کرزى امريکا ته ځي ،چې بش ته خپل ربړونه کړاوونه څرګندکړي ،او هغه ډېر دي اوس خبره دکابل ښارته رسېدلې ده امريکې پوځونوته مرگ ژوبله اوړي . دجنوبي کوريا حکومت په دې پوهېدلى ،چې امريکا او دکرزي حکومت ديرغملو په پرېښودو کښې مرسته نه کوي غواړي پړه طالبانو باندې واچوي حال دا،چې طالبانو دخپلو غوښتنو دپاره دکرزي حکومت ته څو څو ځله وخت پرېښود ،طالبان په دې ګرم بولي ،چې داميلمه پالنه نه ده په دې نه پوهيږي ،چې د جنوبي کوريا دغه وگړي دطالبانو ميلمانه کله دي ؟ داديوه ستر ائتلاف ميلمانه دي ،چې دکرزي حکومت ناټو امريکا ټول ورسره دي زښته ډېر بې خونده جنرالان پوليس ، پوځي بهرني قوتونه ولسي جرگه کابينه او ډېر نور مستان او مستانه ورسره دي . ،چې ټول اوس داروپايي ژوند په خوند ځآنونه بلد بولي ،دامريکې تلويزيونو کښې کله د٢٠٠١ م دمزار شريف دناتار فلمونه ښيي کوم ،چې جنگي کلا کښې ددوستم دخلکو او امريکا يي هوايي بمباريو سره شوي و هغه يوه داسې جگړه وه ،چې يوه خوا دشمال اتحاد او دامريکا يي الوتکې وې بله خوا څو طالبان ،چې جنگي کلاکښې بنديان و ډېر درانه بمونه هلته وغورځول شول هغه يوه کلاوه او څه بنديان ،چې په دروغو اوچل نيول شوي و دناځوانمردۍ يو لوى تاريخي سند دى بيا هماغه دوستم تراوسه ددفاع په وزارت کښې غټه چوکۍ لري او ټول امتيازونه يې په ځاى دي په خوله دسولې خبرې کيداى شي؟ او دافغانستان ملت ته دجگړه ماروشتون په حکومت او ولسي مشرانو جرگې کښې يو "اهانت "دى او ددغه اهانت نتيجه په شمال او جنوب کښې ليدل کيږي دا دامريکې دزور منطق او دزور سياست دى ،چې په زور چليږي او له دې دافغانستان جنگسالاران څوورځې خوند اخلي او شخوند وهي . دپاکستان صدراعظم شوکت عزيز ،چې ددين اوخپلواکۍ خبره کوي ددوى دپاره څه معنى لري ،پاکستان په دې برخه کښې د پښتنو په سيموکښې خپل ډېر عسکر ووژل اوس هم هماغه حال دى . بياهم دې ته يې په رسمي توگه غاړه نه ده ايښې ،چې دامريکې پوځيان دې راشي دا به وي ،چې دامريکې اوانگليس پوځي او جاسوسي فعاليتونه روان دي ،چې دې برخه کښې هم يو پښتو متل دى . "پک مې ليدلى و نه ماغزه وتلي " ايران تر پاکستان لاښه دي ،چې دمقابلې او دفاع خبره کوي .
 
سوداګريزې خبرتياوې

 
نوې لیکنې
 
پېښې،اندېښنې اوڅرګندونې