Thursday, 20 July, 2017
 
 
  • پاکستان : د حقاني شبکه په افغانستان کې ده
  • جان مکين دمعزو پر سرطان اخته دى
  • د ناراجسټر افغان کډوالو د راجسټرولو بهير نن پیلېږي
  • طالبانو په گرشک کې بريدونه پيل کړي دي
  • کویت د ایران د سفارت نظامي او کلتوري دفترونه وتړل
  • په ننگرهار کې ٢٤ داعش وسله وال وژل شوي
دميونديادونه تازه شول!
ارواښاد قدرت الله حداد ((فرهاد))
پښتنو سرومال قربــــــــــان کړئ@ چې خپله مينه مو پردۍ نه مينه@ ١٨٧٩ - ١٨٨٠ م کال کښې ،چې دانگليس دولس زره عسکرو له توپخانې سره په ميوند کښې ماتې وخوړه انگليسانو امير عبدالرحمان سره خبرې وکړې او خپله له افغانستان څخه ووتل ،چې ددوى ماته همدغه ميوند کښې وه د ٢٠٠٧ م دجولاى په شلمه دډيلي تلگراف او بي بي سي دانگليس دلوپوړي جنرال خبرې خپرې کړې ،چې دانگليس پوځ په هلمند کښې له ډېرو ستونځو سره مخامخ دى نورو تجهيزاتو ته اړتيالري اونور پوځ بويه هلته واستول شي بيادلته داسې احتياطي پوځ نه شته مطلب دا،چې کومه برخه ،چې دافغانستان دپاره منل شوى وه همداده دوى دا اټکل کوي ،چې انگليسا ن به بيا ماتې وخوري . څرنگه ،چې پوهېږو اوه نيم زره انگليسي پوځ سره کانادايان اوهالنديان هم دي ،چې شمېر يې هماغه دميوند دوولس زروته رسيږي الوتکې هيلوکوپترونه او توپخانې ورسره دي ،چې ويل کيږي داسې وسلې لري ،چې همدااوس نوى په انگلستان کښې اختراع شوى دى .کله ،چې انگليسي پوځ او دهغوى جگړه او چورلکې تلويزيون کښې ليدل کيږي په مقابل کښې دخټو کورونه او کږدۍ دکوچيانو غرونه غرونه لوگى خېژي حيران پرېشان اوښان او پسونه گرځي سړى حيران شي ،چې خداى تعالى داڅه حال دى ؟ انگليس پوځ ،چې ١٨٧٩ م کال کښې دلته راغلى و. اوس ،چې ٢٠٠٧ م کال دې بيا دلته څه غواړي؟ دوى يوه خبره جوړه کړې ده ،چې ثبوت نه لري بيا خپل امپريالزم غواړي او دې ته يې پام نه دى ،چې يو سل دېرش کاله تېر شوي نړۍ هغه پخوانۍ نړۍ نه ده . که وايي ديموکراسي او بې دينې سيمې ته راولي اوداخپل نوى امپريالزم ته يوه لاره بولي دهغه دپاره دوه مثالونه کتلى شي ،هغه ايران او ترکيه دي ،چې ايران سره څه کولاى شي په دې حال کښې ،چې روسيه او چين يې مه نيسي بيا ترکيي کښې اتياکاله ( سيکولر يزم ) لادينې ده او ددوى په وينا ديموکراسي ده په داسې حال کښې ،چې ترکيي سره دانگلستان او امريکې مرسته شته اروپايي اتحاديه هم ده ايران سره داهم نه شته يوازې دچين او روسيي تشه وينا ده ،چې هغوى ايران باندې پوځي بريدنه دى منلى .
 
سوداګريزې خبرتياوې

 
نوې لیکنې
 
پېښې،اندېښنې اوڅرګندونې