Thursday, 20 July, 2017
 
 
  • پاکستان : د حقاني شبکه په افغانستان کې ده
  • جان مکين دمعزو پر سرطان اخته دى
  • د ناراجسټر افغان کډوالو د راجسټرولو بهير نن پیلېږي
  • طالبانو په گرشک کې بريدونه پيل کړي دي
  • کویت د ایران د سفارت نظامي او کلتوري دفترونه وتړل
  • په ننگرهار کې ٢٤ داعش وسله وال وژل شوي
په افغانستان کې لوبه زړه په زړه ده
ارواښاد قدرت الله حداد ((فرهاد))
ددې ټولو حالاتو مخه گرځول ،بله لويه لوبه ده په افغانستان کې لوبه زړه په زړه ده هيڅ سم شوي نه دي امنيت ورځ په ورځ ويجاړيږي طالبانو بيا جرمنيان له افغان ترجمانانو سره نيولى ،چې دجرمني حکومت ته لوى گذار دى په داسې حال کښې ،چې دبدخشان په فيض اباد کښې د جرمني سفير باندې ځانمرگى بريد شوى ، چې نږدې سفير او ملگري يې وژل شوي و . که داکار شوى واى جرمنيانو خپل پوځ له افغانستان څخه ايستل او چټک يې داکول ځکه دجرمني په پارلمان کښې داخبره کېدله ،چې جرمني اړتيا نه لري هلته افغانستان ته پوځ وليږي ،دجرمني تاريخي اړيکې له افغانستان سره ډېرې ښه وې .بش ،چې کومه جگړه راواخيسته اوپه کوم څېر يې ،چې وکړه په لوى لاس يې مقاومت پياوړى کړ ،فرانسه او ايتالياهم دانه غواړي دامريکا ډېره کي وگړي په دې فکر دي جگړه دې بنده شي . اروپا ،امريکا او ټوله نړۍ کښې خلک داويني ،چې پښتنو اووه کاله جگړه وکړه اولايې هم کوي په داسې حال کښې ،چې دوه يمه لويه جگړه پنځو کلو کښې پاى ته ورسيده ،افغانستان کښې هم نړيواله جگړه ده لوى واړه هېوادونه ورغلي دي ،په تېره بيا انگليسان دزړه له کومې دښمني کوي دا دهغو څلورمه جگړه ده له افغانستان سره تاريخ به دا په همدې توگه ساتي . اوس امريکا کښې دبش اداره لگياده هغه ته مذهبي رنگ ورکوي وايي امريکا عيسوي هېواد دى او داپه داسې حال کښې دى ،چې نوروته لاديني غواړي . John Edward جان ادوارد ،چې په راتلونکې کښې جمهوري رياست دپاره ولاړ دى خپلو تبليغاتي پاڼوکښې يوه عجيبه خبره ليکلى ده ،چې دخلکو پام ورواړوي هغه بې وزلي ده نه پانگه والې . دى وايي "کله ،چې زه په ١٩٥٣ م کال کې زيږيدم زما پلار پنځوس ډالره پورکړي څودروغتون بل ور کړي " رحمابابا ويلي دي : مـــرتبه بــــه دې دمچ اوميږي شي@ زړه په غوړو غوښو مه تړه هماى@ هغه شپاړسمه پيړۍ کښې و دايوويشتمه پيړۍ ده بيا ډېر پښتانه له دې بې برخې دي ،چې له خپلو يې زده کړي ،پښتو يو منطق دى ،چې سړى استوار اوسر لوړى ساتي داکمونستي ،ديموکراسي نه ده پښتونولي ده . که فلک دې دزمري په خوله کښې ورکا@ دزمري په خولــــــه کښې مه پرېږده همت@ ( خوشحال )
 
سوداګريزې خبرتياوې

 
نوې لیکنې
 
پېښې،اندېښنې اوڅرګندونې